د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار په دوو ولسوالیو کې د انارو د ناروغیو د مخنیوي کمپاین پیل شو

د کندهار په دوو ولسوالیو کې د انارو د ناروغیو د مخنیوي کمپاین پیل شو

May 29, 2017 - 15:29

کندهار (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۶): د کندهار د کرنې ریاست د درملو د یوه سوداګريز شرکت په مرسته په ارغنداب او ارغستان ولسوالیو کې د انارو د ناروغیو د مخنیوي کمپاین پیل کړ.

د یادو شوو دوو ولسوالیو په ۸ زره باغونو کې به د انارو د ناروغیو په ځانګړې توګه د انارو د مچ پر ضد درمل وکارول شي.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د انارو د ناروغیو پر ضد کمپاین د حاجي سید احمد خوشکیار په نوم سوداګريز شرکت په مرسته پیلوي.

هغه زیاته کړه، یاد شوي شرکت ورسره د ۷،۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو درملو چې نورګرین، د انارو د مچ درمل او د درملو پمپونه شامل دي، مرسته کړې ده.

دی وايي، د ارغنداب او ارغستان د انارو په ۸۰۰۰ باغونو کې د دغه کمپاین له لارې د نورګرین درمل په بوتلونو کې ځوړند شي چې په دې توګه د ټولو مضرو حشراتو د زیان مخنیوی کوي.

د ده په خبره، له دې سره به د انارو د امراضو او افاتو مخنیوي وشي او د حاصلات به یې د تېرو کلونو په پرلته ځو برابره ښه شي.

د حاجي سید احمد خوشکیار شرکت په استازيتوب  وحید الله نیازي وویل، دغه شرکت څه باندې ۳۰ کلونه مخکې په هېواد کې فعالیت پیل کړی چې د کروندګرو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړوي.

ده ژمنه وکړه چې له کروندګرو سره به خپلو نورو مرستو ته هم دوام ورکوي.

د کندهار د انارو باغ لرونکي خوشاله دي چې د انارو د امراضو د مخنیوي په موخه ورسره مرسته کېږي.

د حاجي نظر محمد په نوم د انارو یوه باغ لرونکي پژواک ته وویل، بېلابېل امراض او افات هر کال د کندهار د انارو حاصلات زیانمن کوي چې باغ لرونکي یې د کرنې د ریاست له مرستې پرته د مخنیوي توان نه لري.

هغه خوښي وښودله چې د کرنې ریاست ورسره د لومړي ځل لپاره د انارو د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې مرسته کوي.

د يادونې وړ ده چې له کندهار څخه هر کال زرګونه ټنه انار پاکستان، هندوستان او نورو هېوادونو ته صادرېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement