د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

کندهار کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

May 29, 2017 - 15:16

کندهار ښار (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۶): په دې وروستیو کې په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د ملي اردو د سرتېرو مرګ ژوبله ډېره شوې چې د خلکو اندېښنې يې پارولې دي.

د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه په داسې حال کې لوړه شوې چې د هوا له ګرمېدو سره د وسله والو په بریدونو کې ډېروالی راغلی دی.

په کندهار کې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله تر ډېره د وسله والو د هغو بریدونو له امله ده چې دشپې له پلوه یې په ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو تر سره کوي.

تېرې دوې اوونۍ کندهار د امنيتي ځواکونو د تر ټولو ډېرو تلفاتو شاهد و، ميانشين، شاوليکوټ، ميوند، معروف، ارغستان او نورې هغه ولسوالۍ وې د وسله والو د بریدونو پر مهال لسګونه پولیس او د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ولسوالیو اوسېدونکي او امنیتي سرچینې وايي، وسله وال د شپې له پلوه له لایزر لرونکو وسلو او دوربینونو کار اخلي، نو ځکه امنیتي ځواکونو ته د جګړې پر مهال درنه مرګ ژوبله اړوي.

د میوند ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي سراج پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېر کال راهیسې اوري چې وسله والو سنایپر توپک، لایزر لرونکې وسلې او د شپې له خوا کارېدونکي دوربینونه تر لاسه کړي دي.

دی وايي، له همدې امله وسله والو په خپلو جګړه ییزو تاکتیکونو کې بدلون راوستی، هغوی د شپې له پلوه امنیتي پوستې په نښه کوي او په ډله ییزه توګه ورباندې برید کوي.

د سرچینې په خبره، دا چې امنیتي ځواکونه هومره پرمختللې وسلې او تجهیزات نه لري نو ځکه یې د تلفاتو کچه لوړېږي.

ده وویل، داسې یې اورېدلي چې د کندهار امنیه قوماندان د پولیسو د ځینو امنیتي پوستو لپاره په خپل شخصي لګښت همداسې وسلې اخیستي او تر ډېره د شپې له لوري د وسله والو د بریدونو مخنیوی کوي، خو ملي اردو دغسې وسایل او مهمات نه لري.

د کندهار مدني فعال او د حالاتو کتونکی احمد شاه سپر پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر لاملونه دي چې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه یې لوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د امنیتي ځواکونو روزنه معیاري نه ده، استخبارات یې قوي نه دي، په سمه توګه اکمال او تجهیز شوي نه دي، نو ځکه ډېر مهال درنه مرګ ژوبله ور اوړي.

دی وايي، مهمه چاره دا ده چې حکومت باید په ملکي او نظامي برخو کې خپل استخبارات پیاوړي کړي، ځکه استخبارات د نظام د سترګو په څېر دي.

د ده په خبره، په هغو کلیو او سیمو کې چې د امنیتي ځواکونو پوستې او قرارګاوې شتون لري، باید استخباراتي څانګې هم موجودې وي، څو هلته د وسله والو د تحرکاتو په اړه بشپړ معلومات ولري.

سپر وویل، دا بېخي د زغملو نه ده چې د دې هېواد او خلکو ساتونکي دې دغسې بې درېغه وژل کېږي، حکومت ته په کار ده د امنیتي ځواکونو د ژوند د ساتلو لپاره له ټولو لارو چارو، اصلاحاتو او امکاناتو کار واخلي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی حاجي نعمت الله شېردلی بیا وايي چې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د ډېرېدو یوازینۍ وجه دا ده چې وسله والو مخالفینو لایزر لرونکې وسلې تر لاسه کړي او امنیتي ځواکونه یې د مخنیوي لپاره هغسې وسلې نه لري.

دی د نظم او ډسپلین تر څنګ د امنیتي ځواکونو اکمال او تجهیز مهمه چاره ګڼي چې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه ټيټولای شي.

شېردلي زياته کړه: ((ډېر مهال چې پر یوه پوسته د وسله والو له خوا برید وشي، د بلې پوستې سرتېري هومره امکانات او تجهیزات نه لري چې د لومړۍ هغې مرستې ته ور ودانګي، حکومت ته په کار ده چې امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه تجهیز کړي.))

څو ورځې مخکې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په یوه لویه غونډه کې ویلي وو چې کلونه کېږي د سوېلي زون پر ولایتونو جګړه تپل شوې ده او دلته هره ورځ خلک قربانۍ ورکوي.

هغه دا یوه ډیزاین شوې جګړه وبلله او زیاته یې کړه لکه څنګه چې د هلمند ولسوالۍ یو په بل پسې سقوط شوې او جګړه تر مرکز لښکرګاه ورسېده، ورته کړنه په ارزوګان کې تکرار شوه او اوس هڅه کېږي چې زابل او کندهار هم په ورته برخلیک اخته کړي.

نوموړي له مرکزي ادارې ګیله وکړه چې په دغسې حالاتو کې هم مرکزي ادارې د دې سیمې د خلکو پر حقوقو ځان غلی کړی دی، خو ده وویل چې د خپلو خلکو د حقونو لپاره به مبارزه کوي.

جنرال عبدالرازق د ځینو کړیو یادونه وکړه چې د دې سیمې جنرالان په یوه او بل نوم بدناموي خو خپل غله جنرالان یې په دې سیمه کې په کلونو کلونو کې په دندو ګومارلي خو څوک یې په اړه هیڅ هم نه وایي.

په دې غونډه کې د هلمند د ملي امنیت مخکني رییس جنرال احمد الله نازک وویل چې همدا اوس د کندهار په ګډون هلمند، اروزګان او زابل د پر له پسې جګړو او بحران سره مخ دي.

ده زیاته کړه، د کندهار په ګډون په دغو ولایتونو کې هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ سرتېري وژل کېږي، یوازې په تېرو دوو کلونو کې ۱۸ زره پولیس وژل شوي دي، خو مرکزي اداره اصلاً هیڅ توجه نه ورته کوي.

هغه وویل، که په بدخشان کې یوه کوچنۍ پېښه هم وشي نو له مرکز څخه تر وزیرانو ټول ور روان وي، خو دلته چې هره ورځ غمیزه ده، خلک وژل کېږي، بې کوره کېږي هیڅوک یې هم پروا نه لري، ایا مرکزي حکومت همداسې وي؟

نوموړي پر ولسمشر غږ وکړ چې د دې سیمې د خلکو ستونزو ته پام وکړي او دا سیمه نور له بحران څخه وباسي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement