د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لوګر کې له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې

لوګر کې له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې

May 30, 2017 - 13:45

پل علم (پژواک، ٩ غبرګولى ۹۶): په لوګر کې د ښځو چارو رياست چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه نږدې اتيا سلنه لوړه شوې ده.

د لوګر د ښځو چارو مشرې شيما زرګر د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي کېږي او حقوق يې نه ورکول کېږي.

د هغې د معلوماتو له مخې، وهل ډبول، جنسي تېري، له کوره شړل، زده کړو ته اجازه نه ورکول، په ادارو کې کار ته نه پرېښودل او ځينې نورې ستونزې هغه څه دي چې په لوګر کې ښځې ورسره مخ دي.

مېرمن زرګر زياته کړه: ((دا هغه موارد دي چې په ښکاره ډول يې په لوګر کې ښځې له تاوتريخوالي سره مخ کړي دي.))

د هغې په وينا، په ١٣٩٤ کال کې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې یې د تاوتريخوالي ٤٠ پېښې ثبت کړې وې خو تېر کال دغه شمېره ٦٥ ته لوړه شوې وه.

دې وويل: ((له دې څخه معلومېږي چې هره ورځ دلته د تاوتريخوالي پېښې شته دي او ښځې ورسره مخ دي.))

د هغې په خبره، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي يو لامل نا امني او په لرو پرتو سيمو کې د حکومت نشتوالى دى.

زرګر د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچې د را ټيټولو يواځېنۍ لار عامه پوهاوى په ګوته کړ او ويې ويل چې په دې برخه کې د دوى د عامه پوهاوي پروګرامونه جريان لري.

دې له قومي مشرانو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچې د را کمولو په برخه کې دې له حکومت سره پوره همکاري وکړي ترڅو دغه ستونزه هواره شي.

نوموړې زياته کړه: ((په دې مبارزه کې چې هر څوک برخه واخلي خپل ديني او انساني مسووليت به يې ادا کړى وي.))

بلخوا د لوګر د څرخ ولسوالۍ د پنګرام سيمې اوسېدونکې زرمينې چې له کورني تاوتريخوالي سره مخ شوې ده، پژواک ته وويل چې د کورنۍ ستونزو له امله اوسمهال د خاوند پر ځاى د پلار په کور کې ژوند کوي.

دې وويل: ((د خسر په کور کې مې وضعيت ډېر خراب و، هره ورځ به خواښې او خسر وهلم نو مجبوره شوم چې پلار کره راشم.))

د زرمينې په وينا، له څو کلونو راهيسې يې خاوند د کار لپاره ايران هېواد ته تګ راتګ کوي نو دا اړه وه چې له خسرګنۍ سره ژوند وکړي.

هغې زياته کړه: ((خپله د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره ايران ته ځي، دلته يې مور او پلار ما ته بلا ګرځېدلي دي، د يوې کنيزې په سترګه راته ګوري، ډېر بد وضعيت راسره کوي.))

دې وويل چې له د تېرو څو مياشتو راهيسې له خپلو دوه بچيانو سره د خپل پلار په کور کې ژوند کوي.

دا يواځې زرمينه نه ده چې له دې برخليک سره مخ ده، د هېواد په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په لرو پرتو ولسواليو کې ښځې له ورته ستونزو سره مخ دي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې په تيرو ١٥کلونو کې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره اړين کارونه نه دي شوي.

د هغه په وينا، د لوګر تر څنګ د افغانستان په ډېرو برخو کې ښځو ته هغه حقوق نه ورکول کېږي چې مدني قانون او اسلامي شريعت ورته ورکړي دي.

ستانکزى وايي: ((نه د ښځو چارو رياست او نه هم نورو حکومتي ادارو يا موسسو په دې برخه کې سم کار کړى دى.))

هغه زياته کړه چې نا امني او بېسوادي هغه څه دي چې په لوګر يې ښځې د تاوتريخوالي له پېښو سره مخ کړې دي.

ده وويل: ((زه له کورنيو غوښتنه کوم چې خپلې لوڼې مکتب ته پرېږدي؛ ځکه که يوه ښځه با سواده وي نو بيا کولاى شي د قانون په رڼا کې خپل حق هم وغواړي.))

ستانکزي وويل چې ولايتي شورا د خلکو، رسنيو او لويو غونډو له لارې هڅه کړې څو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه را ټيته شي.

ده له حکومت نه غوښتنه وکړه چې ښځو ته په دولتي دوايرو کې د کار کولو زمينه برابره کړي، ترڅو وکولاى شي د خپلو حقوق لپاره مبارزه وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د والي وياند سليم صالح هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.

صالح وايي چې بې سوادي، پخواني دودونه، د ښځو له حقونو او قانون څخه ناخبري هغه څه دي چې د ښځو پر وړاندې يې د تاوتريخوالي کچه لوړه کړې ده.

دې وويل چې د ولايت مقام د اړوندو ادارو په همکارۍ هڅې کوي څو د ديني عالمانو او قومي مشرانو له لارې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه را ټيټه کړي.

د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي څه باندې پنځه زره پېښې ثبت شوې دي چې د نورو کلونو په پرتله کچه لوړه ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement