د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پوليس: کابل کې دوو بريدګرو ځانونه والوځول

پوليس: کابل کې دوو بريدګرو ځانونه والوځول

May 30, 2017 - 16:07

کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٦): پوليس وايي، د کابل ښار د ١١ مې حوزې اړوند سيمه کې د پوليسو تر تعقيب لاندې دوو بريدګرو مخکې له دې چې ځانونه موخې ته ورسوي، د پوليسو له ويرې ځانونه والوځول.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، يادو دوو کسانو چې پر يوه موټرسايکل سپاره وو، نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې نيمو بجو د يادې حوزې اړوند د حاجي چمن پر سړک ځانونه والوځول.

دى وايي، دغو کسانو ځکه ځانونه والوځول چې د پوليسو تر تعقيب لاندې وو او که يې دا کار نه واى کړى د پوليسو له خوا نيول کېدل.

هغه وويل نه پوهېږي چې دغو دوو تنو د ځانمرګي بريد نيت درلود او که يې د بريد لپاره په موټرسايکل کې چادېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي و.

دى وايي، په دې چاودنه کې له همدې دوو کسانو پرته چې وژل شوي، نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement