د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې معترضينو دوه نورې خېمې هم ووهلې

په کابل کې معترضينو دوه نورې خېمې هم ووهلې

Jun 06, 2017 - 15:37

 کابل(پژاک، ١٦غبرګولى ٩٦): معترضينو چې له څلورو ورځو راهيسې يې په کابل کې د حکومت پر وړاندې خپل اعتراض ته په يوه خېمه کې دوام ورکړى، دوه نورې خېمې هم ووهلې.

په کابل کې د غبرګولي د لسمې نېټې پېښه کې چې د ښار وزير اکبرخان سيمه کې رامنځته شوه، ١٥٠ کسان ووژل شول او څه باندې ٣٥٠ نور ژوبل شول. د شوي بريد په اعتراض کې يو شمېر کابل ښاريانونو لاريونونه وکړل چې په تاوتريخوالي واوښتل. په دې تاوتريخوالو کې اووه کسان ووژل شول او ٣٥ نور د لسو لاريون کوونکو او ٢٥ پوليسو په ګډون ژوبل شول.

 د شنبې په ورځ( د غبرګولي په ١٣مه) د يادې شوې ورځې د قربانيانو نه د يوه په جنازه کې درې ځانمرګي او چاودېدونکي بريدونه وشول چې اووه کسان يې ووژل او ١١٩ نور يې ژوبل کړل.

يو شمېر لاريون کوونکو د جمعې په ورځ د چاودنې ځاى ته نږدې د تحصن خېمه ووهله، خو نن يې دوه نورې خېمې هم ووهلې چې يوه د ملي امنيت روغتون ته مخامخ قواى مرکز او بله هم د خيرخانې لب جر څلور لارې کې ده.

د کابل د وروستيو امنيتي پېښو څېړنه، د حکومت د مشرانو او امنيتي ارګانونو د مسوولينو استعفا او د هغوى محاکمه کول چې د جمعې په ورځ يې پر لاريون کوونکو ډزې کړې، د لاريون کوونکو غوښتنې دي.

د خيرخانې د لب جر سيمې د تحصن خېمې يوه معترض فردوس اريايي وويل:((تر څو چې زموږ غوښتنې ونه منل شي، تحصن به مو دوام ولري، امکان لري چې د کابل ښار په نورو برخو او ولايتونو کې هم د تحصن خېمې ووهل شي.))

د قواى مرکز خېمه کې د عبدالخبير په نامه يوه معترض هم وويل چې معترضين خپلو غوښتنو ته تر مثبت ځواب ويلو او د نظام تر بدلون پورې خپل تحصن ته دوام ورکوي.

د زنبق څلورلارې د تحصن خېمه کې يوه معترض ارش حکيمي پژواک ته وويل چې تر اوسه پورې دهغوى غوښتنو ته ځواب نه دى ويل شوى، تر څو يې چې غوښتنې نه وي پوره شوې، خپل تحصن ته به دامه ورکړي.

نوموړي له نړيوالې ټولنې او د افغانستان له تمويلوونکو هېوادونو وغوښتل چې د حکومت پر مشرانو فشار راوړي، څو د معترضينو غوښتنو ته ځواب ووايي.

د يادونې ده چې د سړک د سر د درېيو واړو خېمو تحصن کوونکي چې شمېر يې لسګونو ته رسېده،  د ښار ترافيکي سيسټم ګډوډ کړ او د حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement