د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بدخشان کې ٨٠ سلنه روږدي له درملنې وروسته بېرته نشې ته مخه کوي

روغتیا

آرشيف

بدخشان کې ٨٠ سلنه روږدي له درملنې وروسته بېرته نشې ته مخه کوي

Jun 14, 2017 - 16:38

فيض اباد (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٦): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي د کوکنارو د کښت او توليد او په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر له زياتېدو د اندېښنې تر څنګ وايي چې پر نشه يي توکو له ٨٠ سلنه زيات کسان له درملنې وروسته بېرته نشې ته راګرځي او يوازېنى لامل يې هم بې روزګاري ده.

د نشه يي توکو پر وړاندې د ملي اجماع او د کوکنارو کښت لړۍ د همغږۍ ناسته، نن د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مالي او اداري مرستيال په ګډون په بدخشان کې ترسره شوه.

د بدخشان ولايت مرستيال او سرپرست ډاکتر ګل محمد بيدار په دې ناسته کې وويل چې بزګران د کوکنارو له کښت ګټه نه اخلي، چې ډېرى ګټه يې د نشه يي توکو مافيا جېبونو ته غورځي او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليس بايد لا پسې پياوړي او سمبال شي. د پوليسو په اوسنۍ شمېرې سره د نشه يي توکو د کښت، ټرافيک او قاچاق پر وړاندې مبارزه ستونزمنه ده.

هغه زياته کړه: "د بدخشان ولايت په ډېرى ولسواليو په ځانګړي ډول سرحدي ولسواليو کې پر نشه يي توکو روږدي کسان شتون لري، چې په اکثره يې په ترياکو او هيرويينو روږدي دي، چې له دې جملې يې د بدخشان د پامير ٩٠ سلنه خلک په ترياکو روږدي دي."

بيدار دغه راز زياته کړه چې پر نشه يي توکو له ٨٠ سلنه زيات روږدي کسان له درملنې وروسته بيرته نشې ته مخه کوي، چې عمده عامل يې بې روزګاري ده، چى دوى ته کاري زمينه نه ده برابره او د کار او ټولنيزو چارو رياست بايد داسې پروګرامونه په پام کې ونيسي، څو معتاد کسان له درملنې وروسته کار ته مخه کړي.

نوموړي پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر په اړه وويل: "اوسمهال په بدخشان کې د ښځو، سړو او ماشومانو په ګډون شا وخوا ٢٨ زره کسان موجود دي او موږ په دغه ولايت کې د معتادينو د درملنې يوازې پنځه پوستې لرو، چې دا شمېر بسنه نه کوي."

مفتي عبدالوکيل د بدخشان ولايت د استيناف محکمې رياست په استازيتوب په دې ناسته کې وويل چې نشه يي توکي د اسلام له پلوه حرام دي؛ هم قانون او هم دين ورته بد ويلي او ټول عالمان يې بايد پر وړاندې مبارزه وکړي.

هغه زياته کړه: "د ولسواليو ټول امنيه قوماندانان د نشه يي توکو په کښت، قاچاق او ټرافيک کې لاس لري، چې له همدې امله بدخشان کې د کوکنارو کښت کچه ١٥ سلنه لوړه شوې ده."

د بدخشان د ولايتي شورا مشر عبدالله ناجي نظري وويل، که چېرې د دولت له لوري يو منظم پروګرام ترسره نه شي نو د هرې ورځې په تېرېدو سره به پر نشه يي توکو د روږدو ځوانانو شمېر پسې زيات شي او دولت بايد داسې پروګرامونه په پام کې ولري چې پر بنسټ يې د بزګر اقتصادي کچه لوړه شي او د همدې بوټي بديل ورته پيدا کړل شي، چې له هغه پرته به ټولنه له بدبختۍ سره مخ وي.

هغه زياته کړه: "د بدخشان د عالمانو شورا، د کوکنارو په له منځه وړلو کې ډېر عمده رول لري، بايد د نشه يي توکو د زيانونو په اړه د خلکو او بزګرانو ذهنيت روښانه شي او خلکو ته يې د اسلام له ليدلوري د منبرونو له لارې روښانه کړي."

د بدخشان د عالمانو شورا مرستيال مولوي عبدالحفيظ رسولي په خپلو خبرو کې څرګنده کړه: "دا د عالمانو ديني او ټولنيز مسووليت دى، څو د يادې شومې پديدې پر وړاندې راپورته شي او پر وړاندې يې د شريعت له لارې مبارزه وکړي؛ موږ ټول هغه بزګران چې په خپلو ځمکو کې کوکنار کري؛ د بشريت دښمنان بولو او بايد مجازات شي."

هغه زياته کړه، کوم کسان چې کوکنار د بېوزلۍ له امله کري، نو دا يو ناسم کار دى؛ ځکه دا شرعي او قانوني توجيه نه لري.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مالي او اداري معين سيد فيصل حسيني په دې ناسته کې وويل چې طالبان خلک د کوکنارو کښت ته هڅوي، څو له هغوى له دې لارې عشر ترلاسه کړي او له دې لاره د بېګناه افغانانو وژنو ته زمينه برابروي.

هغه زياته کړه: "موږ نن په هېواد کې پر نشه يي توکو له درې مليون زيات روږدي کسان لرو، چې په پايله کې يې د قاچاقو مافيا او طالبان ملياردونه ډالر ترلاسه کوي، چې له هغه وروسته بيا دغه پيسې زموږ د هېواد پر ويجاړولو او د افغانانو پر وژلو لګول کېږي."

نوموړي وويل: "له دريو مليونو د زياتو معتادينو له ډلې يې هر کال يوازې د ٤٠ زره کسانو درملنه کېږي، چې دا زموږ د ټولو په مخ کې يوه عمده ستونزه ده او زموږ په هېواد کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د معتادينو شمېر زياتيږي."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement