د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اروزګان د محاکمو رييس له يوه موټربم چاودنې روغ وتلی

د اروزګان د محاکمو رييس له يوه موټربم چاودنې روغ وتلی

Jun 14, 2017 - 12:21

ترينکوټ (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٦): د اروزګان ولايت د محاکمو رييس نن سهار د موټربم له يوې چاودنې روغ وتلى دى.

د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان ملک زين الله د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار د ترينکوټ ښار د لومړۍ حوزې اړوند ساحه کې شوې وه.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د دغه ولايت د محاکمو د رييس مولوي محمد جان کور څنګ ته درولى و.

د نوموړي په وينا، پوليسو دغه موټر کشف کړى و، خو کله چې سيمې ته پوليس نږدې شول، نو د ريموټ کنټرول په وسيله يې ورته چاودنه ورکړې ده.

ملک زين الله وايي چې په دې چاودنه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.

ده وويل چې د چاودنې له امله نږدې کورونو ته زيان اوښتى، خو د سر زيان نه لري.

بلخوا د محاکمو رييس مولوي محمد جان پر پوليسو تور پور کړ چې د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلي دي.

هغه پژواک ته وويل چې دا موتر يو ځل پرون مازديګر د ده د کور تر څنګ درول شوى و او يو ځل بيا نن سهار، خو پوليسو ونه شو کولى مخالفين ونيسي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement