د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچينه: داعش ډلې د ستراتيژيکې سيمې "تورې بوړې" ډېره برخه نيولې

سرچينه: داعش ډلې د ستراتيژيکې سيمې "تورې بوړې" ډېره برخه نيولې

Jun 14, 2017 - 15:37

جلال اباد (پژواک، ۲۴ غبرګولی ٩۶): سرچينې وايي، داعش وسله والو د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ اړوند ستراتيژيکه سيمه "توره بوړه" له وسله والو طالبانو سره تر جګړې وروسته ونیوه.

بلخوا د خوږيانو ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي هم وایي، داعش وسله وال د وزیرو تنګي ته ور داخل شوي او له سهار راهیسې په سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو کډه کولو ته مجبورې شوې دي.

د ننګرهار ولايت يوې امنیتي سرچینې د غبرګولي په ۲۴مه د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه داعش ډلې له ولسي خلکو او وسله والو طالبانو سره له اوږدې جګړې وروسته ځانونه تورې بوړې ته ورسول.

سرچینه زیاتوي، داعش ډلې د جګړې په ترڅ کې وسله وال طالبان له سیمې تېښتې ته مجبور کړي چې د دواړو خواوو ګڼ وسله وال هم په کې وژل شوي دي.

دغه سرچینه وړاندې وايي، د تورې بوړې تر نیولو وروسته، داعش ډلې د پچیراګام ولسوالۍ مقام پر خوا تحرکات پیل کړي او اوس له حکومتي ځواکونو سره جګړه کوي.

ويل کېږي چې په دې ولسوالۍ کې له داعش سره د جګړې د مهارولو لپاره ځايي چارواکو له ولایتي او مرکزي حکومته د مرستې غوښتنه کړې وه، خو بیا هم پر وخت جدي ګام نه دی پورته شوی.

په پچیراګام ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو یوه ډلمشر شریف الله پژواک ته وويل، له  تورې بوړې زرګونه کورنۍ کډې کولو ته اړې شوي او اوس هم له یادې سیمې ډلې، ډلې خلک ځانونه خوندي سیمو ته باسي.

د سيمې يوه قومي مشر ملک تور هم پژواک اژانس ته وويل چې داعش ډلې د تورې بوړې په ګډون د سليمان خېلو تنګي ټولې سيمې نیولې دي.

د هغه په وينا، سيمه ييز پاڅونوال او حکومتي ځواکونه له سيمې په شاتګ ته اړ شوي او د سليمان خېلو تنګی ترې داعش وسله والو نيولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي پچیراګام کې حالت د اندېښنې وړ بللی؛ خو په دې اړه یې له ډېرو معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.

د چارو کارپوهان په دې اند دي چې د تورې بوړې نيول به له يوې خوا داعش ډلې ته يو مرکزيت پيدا کړي او له بلې خوا به بيا امريکا ته دا چانس برابر کړي چې خپل نور لوی بمونه او مزايلونه و ازمايي.

د چارو کارپوه احمد سلطان پژواک اژانس ته وويل، توره بوړه يوه ستراتيژيکه سيمه ده چې هم د پچيراګام او خوږياڼو ولسوالۍ تر منځ سرحد دی او هم هلته د سمڅو، تنګي او لويو ځنګل شکله ونو موجوديت د وسله والو د پنټنځايونو لپاره اهميت لري.

دی وايي، داعش وسله وال به وکولی شي له يادې سيمې د خپل مرکز په توګه ګټه واخلي او هم ترې د ننګرهار په ګډون څو نورې سيمې وګواښي.

بلخوا د خوږياڼو ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي هم وایي، داعش وسله وال د وزیرو تنګي ته ور داخل شوي او له سهار راهیسې په سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو کډې کولو ته مجبورې شوې دي.

د خوږياڼو ولسوال  حاجي زلمي پژواک ته وويل، داعش وسله وال د چپرهار او پچیراګام ولسواليو له لارې خوږیاڼو ولسوالۍ ته ور داخل شوي او اوسمهال یې د وزیرو تنګي په څو کليو کې یې خپل حضور پیدا کړی دی.

نوموړی وایي، اوسمهال د وزيرو تنګي له احمدخېلو او پیرخېلو څخه لسګونه کورنۍ را کډه شوې او د ولسوالۍ نږدې سیمو ته یې خپل ځانونه را رسولي دي.

ولسوال زیاتوي، دوی له ولایتي ادارې سره په اړیکه کې دي چې څنګه وشي کړای د را بېځایه شوو خلکو ژوند خوندي کړي.

توره بوړه په پچیراګام کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې هغه ستراتیژیکه سیمه ده، چې له روسانو سره د افغان جهاد پر مهال په کې لویې سمڅې او پټنځایونه جوړ شوي او د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې په کې د القاعدې ډلې وژل شوی مشر اسامه بن لادن هم پټ شوی و.

اندېښنې دا دي چې که داعش وسله واله ډله دغه سیمه ټوله تر خپلې ولکې لاندې راولي؛ نو د حکومت لپاره به بیا له دې سیمې یاده ډله ایستل ستونزمن وي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement