د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار چارواکي : پچيراګام کې ځينې سيمې له داعش څخه بېرته نيول شوې دي

د ننګرهار چارواکي : پچيراګام کې ځينې سيمې له داعش څخه بېرته نيول شوې دي

Jun 17, 2017 - 16:47

جلال اباد (پژواک، ۲۷ غبرګولی ٩۶): په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې یې د روانو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر سیمې له داعش وسله والو پاکې کړې دي.

په دغه ولسوالۍ کې د ولسمشر په حکم د پنجشنبې ورځ  د داعش ځپلو په هدف عملیات ترهغه وروسته پیل شول، چې داعش وسله والو ځانونه تورې بوړې سیمې ته ورسول.

امنیتي ځواکونه وايي، عملیات به یې تر هغه دوام وکړي، څو سیمه له داعش ډلې په بشپړ ډ‌ول پاکه کړي او د خلکو بېرته مېشته کېدو ته یې چمتو کړي.

د ملي اردو عملیات کوونکي سرتېري د سليمان خېلو تنګي ته رسېدلي او وايي چې یوشمېر سیمې یې له داعش ډلې پاکې کړې دي.

د ملي اردو د جګړې یو قوماندان د نوم نه خپراوي په شرط دغبرګولي په ٢٧مه، پژواک اژانس ته وويل: ((موږ تصمیم لرو چې د الله تعالی په نصرت او د خلکو په همکارۍ توره بوړه هم پاکه کړو چې اوس په کې داعش وسله وال موجود دي، د سلیمان خیلو تنګي ته مو ځانونه رسولي او تورې بوړې ته یونیم دوه کیلومتره مزل پاتې دی.))

امنیتي چارواکي د داعش ډلې د ځپلو ډاډ ورکوي او وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې به د ټولو سیمو تصفیه او تالاشي هم وکړي.

ځايي خلکو هم د خپل سر او مال ساتلو لپاره د داعش پرضد وسلې پورته کړې دي او ډلې ډلې یې په سنګرونو کې ناست دي.

د پچیراګام ولسوال قاري هجرت له لوړ پوړو حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي چې له داعش وسله والو پاکو شویو سیمو ساتلو ته دې ولسي پاڅون کوونکي اکمال کړي.

هغه پژواک ته وويل : (( د ننګرهار والي، ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت څخه مو غوښتنه داده، څو د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې او نورو ساحو ساتنې لپاره دې موږ ته د پاڅونوالو په نامه په زیاته اندازه کسان راکړي، چې دلته د خپلو سیمو ساتنې لپاره ځای پر ځای شي.))

بلخوا د پچیراګام ولسوالۍ له بیلا بیلو سیمو سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي، چې د امکاناتو نشتوالي له امله د ژوند له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د داعش وسله والو له وېرې بې ځایه شوي خلک وايي، شته ټول وسایل یې پریښي او د سر ساتنې لپاره یې د تېښتې لاره خپله کړې ده.

 د اکبر په نامه يوتن چې له خپلې کورنۍ سره د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند خالص فاميليو سېمې ته راکډه شوی، وايي : ((ډزې یې راباندې وکړې جګړه پیل شوه په کور کې مالونه، مېرمنې ماشومان او سپین ږیري پاتې شول، په تش ډاګ کې مو اړولي، موږ سره دې حکومت مرستې وکړي.))

له تېرې اوونۍ راهیسې د ننګرهار د چپرهار، پچیراګام او خوګیاڼو ولسوالیو مربوطاتو کې داعش وسله والو بریدونه وکړل، چې د جګړې له اړخه یې ځانونه مهمې سیمې تورې بوړې ته هم ورسول او له امله یې د یادو ولسوالیو سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د ننګرهار ولایت مقام ویلي چې بې ځایه شویو کورنیو سره یې د مرستو لپاره د سروې بهیر پیل کړی او ډېر ژر به ورته مرستې ورسیږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement