د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوږياڼو قومونو په خپلو سيمو کې د داعش ضد پاڅون ګواښ وکړ

د خوږياڼو قومونو په خپلو سيمو کې د داعش ضد پاڅون ګواښ وکړ

Jun 23, 2017 - 22:08

جلال اباد (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۶) : د ننګرهار ولايت د خوږياڼو قومونو د يوې غونډې پرمهال ګواښ وکړ، که يې حکومت د امنيت غم ونه خوري، نو دوی به داعش ضد ولسي پاڅون وکړي.
دوی نن د چنګاښ په ۲مه د غونډې پرمهال دغه راز د ګوت څنډنه وکړه، چې په خپلو سيمو کې خپلسرې ملېشې نه مني او هېڅوک دې هلته د پروژو په خاطر ملېشه سازي نه کوي.
د خوږياڼو قومونو که څه هم د چا نوم وانخست، خو ظاهراً يې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدير هغو څرګندونو ته اعشاره وه، چې څو ورځې وړاندې يې په توره بوړه کې د امنيت د تامين په خاطر د ولسي پاڅون کوونکو په تړاو کړې وې.
د اجرايه رياست سلاکار او د خوږياڼو قومي مشر محمد امان خيري وويل، چې په پچيراګام ولسوالۍ کې د وروستيو نښتو پرمهال ورته د امنیتي ځواکونو قربانۍ د قدردانۍ وړ دي، خو هلته د نورو خلکو لاسوهنه او ملېشه سازي نه شي منلی.
ده وويل، که دولت د خوږياڼو قومونو لپاره امنيت تامين نکړي، نو دوی به د داعش پر ضد ولسي پاڅون وکړي او خپله به خپلې سيمې وساتي.
بلخوا د ننګرهار ولايتي اداره وايي، چې پچيراګام ولسوالۍ کې لا هم د داعش ځپلو په موخه عمليات روان دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقیوال پژواک ته وويل، چې دوی په خپل ټول قوت او توان هلته عمليات پيل کړي او ډېر ژر به د يادې ولسوالۍ ټولې سيمط ونیول شي.
خوږياڼي قوم د ننګرهار په خوږياڼو، پچيراګام او شيرزادو ولسوالۍ کې مېشت دي.
د يادولو وړ  ده، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې داعش ډلې په پچيراګام ولسوالۍ بريدونه وکړل او ترڅنګ يې خوږياڼو ولسوالۍ ته هم ګواښونه پيش کړل.
 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement