د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ټول هېواد کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ ادا شو

په ټول هېواد کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ ادا شو

Jun 25, 2017 - 09:47

کابل (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٦):د کابل ښار په ګډون په ټول هېوادکې د کوچني نېکمرغه اختر لمونځ  په پوره ډاډ او له کومې امنيتي پېښې پرته ادا شو .

د کابل ښار اوسېدونکي  د کابل د عيدګاه ، پل خشتي ، وزيرمحمد اکبرخان او د ښار  په ټولو سيمو کې جوماتونو ته  ولاړل او د کوچني اختر لمونځ يې اداکړ .

ولسمشرمحمداشرف غنى ، له يو شمېر جهادي مشرانو، د کابينې له يو شمېر غړيو او د ملي شورا له غړيو سره په ارګ کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.

د زياتره جوماتونو ملاامامانو په خپلو ويناوو کې ددې ورځې د فضليت او په هېواد کې د تلپاتې سولې په اړه خبرې وکړې .

ملا امامانو او عالمانو د اختر  له لمانځه څخه وروسته په هېواد کې د سولې او امنيت لپاره دعاوې وکړې.

په پل خشتي جومات کې د اختر له لمانځه  وروسته يوتن لمونځ کوونکي  حاجى نقيب الله نظامى  پژواک اژانس ته وويل چې  کاشکې د اختر ددې ورځې په څېر هره ورځ داسې کراري واى .

نوموړي په ټولو افغانانو غږ وکړ ، چې نور دې له هر ډول وژنو لاس واخلي او د نن په څېر دې يو بل ته د تل لپاره لاس ورکړي .

 د ٤٥ کلن ثريا چې دعبدالرحمن په جامع جومات کى داخترلمونځ ادا کوله ،  پژواک اژانس ته  وويل چې  اختر يوبل ته د مېنې ورکولو ورځ ده ، سړى ترې په رښتيا له دې مبارکې ورځې خوند اخلي .

هغه زياته کړه : (( خداى دې وکړي چې په هېواد کې سوله راشي او هېوادوال هره ورځ خپل اختر وګرځوي .))

دغه راز د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار  په عيد ګاه، بزازۍ ، سپين جومات او نورو لويو جوماتونو کې هم زرګونو کسانو د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.

د جلال اباد ښار يو تن اوسېدونکي قاري نجيب الله ، چې په عيد ګاه کې يې د کوچني اختر لمونځ ادا کړى و، پژواک ته وويل : (( که څه هم په جلال اباد ښار کې د نا امنيو وروستيو پېښو خلک اندېښمن کړي وو، خو شکر دى نن امنيت دى او خلکو په ډاډه زړه د اختر لمونځونه ادا کړل.))

همدرانګه د کندهار ښار په  عيدګاه، د هرات په مرکزي جامع جومات، د مزار شريف په روضې جومات او د هېواد په نورو برخو کې هم د اختر لمونځونه ادا شول.

د کورنيو چارو وزارت د اختر په ورځو کې د ټينګو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر  ورکړى  او تر اوسه د کومې ناوړې پېښې خبر نه دى ورکړل شوى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement