د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني: له ترهګرۍ سره مبارزه د وارداتي افکارو په چوکاټ کې ناشونې ده

غني: له ترهګرۍ سره مبارزه د وارداتي افکارو په چوکاټ کې ناشونې ده

Jun 26, 2017 - 10:41

کابل (پژواک، ۵چنګاښ٩٦): ولسمشر غني له ترهګرۍ سره مبارزه د "وارداتي افکارو په چوکاټ کې" ناشونې وبلله او د علماوو له شورا يې وغوښتل چې د فتنې او بلوا د عواملو د څیړنې لپاره ملي کنفرانس جوړ کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ مازیګر په ارګ کې د هېواد د علماوو د سرتاسري شورا له رئیس او غړو سره وکتل او د اختر مبارکي يې ورکړه.

غني، په مکه مکرمه کې وروستۍ تروریستي پيښې ته په اشارې وېيلي، تروریستانو په دغه ناوړه عمل وښوده چې هېڅ پوله نه پیژني او اخلاقو، تهذیب، الهي لارښوونو، قران کریم، نبوي سیرت او د اسلامي علماوو افکارو ته ژمن نه دي.

هغه وېيلي:" تروریزم او بي ثباتۍ سره مبارزه د وارداتي افکارو په چوکاټ کې نشي کېدای په دغه برخه کې باید بنیادي او اساسي کارونه ترسره شي."

 ده د وارداتی افکارو په اړه د جزيياتو له ورکولو پرته، دیني عالمانو ته وړاندیز وکړ چې د فتنې او بلوا د عواملو د څیړنې په موخه دې یو ملي کنفرانس جوړ کړي.

ولسمشر زياته کړې چې د فتنې، بلوا او فساد په اړه دې د حنفي او جعفري فقهې اساسات تحلیل شي.

هغه وايي:" د ابو حنیفه او امام جعفر صادق افکار دې په ياد کنفرانس کې تحلیل شي چې اساسات یې سم درک شي ځکه د هغوی افکارو زموږ په ټولنه کې یووالی راوستی، خو زموږ اکثریت خلک په دغه اساسي بحثونو سم نه پوهیږي."

ولسمشر د علماوو او رسنیو ترمنځ د مناظرې په جوړولو ټینګار کړى او ويلي يې دې:" په یاده مناظره کې دې په نظام، ثبات او اساسي قانون مفصل بحثونه وشي، حکومت چمتو دی چې د دغسې مناظرې لپاره زمینه برابره کړي."

دغه راز هغه زياته کړې چې ملي بحثونه باید په منظمې او دوامدارې پروسې بدل شي.

ده د علماوو له سرتاسري شورا څخه غوښتي چې د جمعې د ورځو په خطبو دې زیات غور وشي او د فکري او عملي وحدت په اړه دې خلکو ته یو لړ مطالب په دوامداره توګه وړاندې شي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د علماوو شورا ريیس مولوي قیام الدین کشاف په هېواد کې وروستيو خونړيو بريدونو او په مکه مکرمه کې وروستۍ تروريستې پېښې ته په اشارې ويلي چې ترهګر هېڅ ارزښت ته درناوى نه لري او ترهګري پوله نه پېژني.

هغه وايي :" د قران کریم مبارک ایتونه موږ د خدای (ج) او رسول (ص) اطاعت ته دعوتوي او پيغام یې دا دی چې اختلاف به نه کوئ او خپل استقامت به څرګندوئ او باید صبر ولری، نو هیڅ طاقت به مو مغلوب نه کړي."

دغه راز حجت الاسلام والمسلمین سید محمدحسین محقق زاده په دې ناسته کې وېيلي:" افغانستان په دیني او ټولنیز تعامل او یووالي کې یوه بېلګه ده او باید لاسونه سره ورکړو تر څو دغه یووالی او اتفاق لا غښتلی شي او د افغانستان د دښمنانو ناوړه پلانونه ناکام شي."

ده له امنیتی او دفاعي ځواکونو ملاتړ تر څنګ د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې د سولې برحق غږ ته لبیک ووايي او له دې زیات د عامو وګړو په وینو تویولو ټینګار ونه کړي.

هغه په مجازي فضا او د هېواد په رسنیو کې د دین خلاف ځینو خپرو شویو مقالو او لیکنو ته اشاره وکړه او له رسنیو یې وغوښتل چې په دغه برخه کې د خلکو اسلامي روحیه په پام کې ونیسي او خپلو رسنیو ته متوجه اوسي.

په خبرپاڼه کې نه دې راغلي چې محقق د يادو مقالو په اړه جزييات ورکړي او که نه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement