د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني ١١١مې فرقې ته ولاړ او له پوځيانو سره يې اختري مبارکې وکړه

ولسمشر غني ١١١مې فرقې ته ولاړ او له پوځيانو سره يې اختري مبارکې وکړه

Jun 26, 2017 - 17:58

کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٦): ولسمشرغني کابل کې ١١١ مې فرقې ته ورغى او پوځيانو ته په خطاب کې يې وويل :" ستاسې مبارزه مقدسه ده، ځکه د افغانانو له اسلامي عقایدو او بیرغ څخه دفاع کوئ."

د ولسشمرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د کابل په پلچرخي سیمه کې د ملي اردو ۱۱۱مې فرقې ته ورغی او د دغې فرقې له منسوبینو سره یې د اختر مبارکي وکړه.

سرچينه ليکي چې غني وویل:" دا د ویاړ ځای دی چې د اختر په دویمه له خپلو اتلانو سره یم، پرون د اختر لومړی ورځ وه چې په امن کې تېره شوه، دا ستاسې برکت و، زه درنه د ټولو افغانانو په استازیتوب مننه کوم او ستاسې له کورنیو مننه چې ستاسو په څير اتلان یې روزلي دي."

هغه وويل پوهېږي چې پوځيان د افغانستان د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره په شپو شپو بې خوبي تیروي او دى او ملت د هغوى د دغې بې خوبۍ پوروړی دي.

دى وايي تاريخ کې به د دغو پوځيانو نومونه په زرینو کرښو لیکل کېږي.

ولسمشر غني وویل، د افغانستان دښمنانو دوه اساسي موخې درلودې، لومړی دا چې د افغانستان سیاسي او ټولنیزه اډانه ورانه کړي او دویم دا چې د افغانستان جغرافیا په دوو برخو ووېشې خو دا د هېواد د امنيتي او دفاعى ځواکونو مبارزه وه چې د دښمن شوم اهداف يې له خاورو سره خاورې کړل.

ده د يادې قول اردو له هغه نظامي او کورنۍ څخه یې ځانګړې مننه وکړه چې د واده په ورځ یې عسکري یونیفورم اغوستی و.

غني وايي دغه پوځي به دى شخصا تقدیر کړي دى.

غني له هغو ۳۵ سرتیرو څخه هم مننه وکړه چې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې جنګیدلي دي. ولسمشر ژمنه وکړه چې دغه کسان به هم تقدیر کړي.

ولسمشر وویل، سل بریدملان تر روزنې لاندې دي چې وروسته به د ولسوالیو د قوماندانانو په توګه وټاکل شي.

هغه زیاته کړه:" د کابل له خونړیو پېښو وروسته مې له ۴۵۰۰ کسانو سره لیدلي دي، دغو خلکو په یوه اواز له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کړی دی، له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه دغه شان ملاتړ په تېرو سلو کالو کې مخینه نه لري."

هغه وویل، له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ اجماع باید ټولو ولایتونو ته وغځول شي او ټولو والیانو ته یې سپارښتنه کړې چې دا کار ژر ترسره کړي.

ده وویل: " زه کومه سیاسي کورنۍ او ګوند نه لرم، تاسې هر یو زما د اولادونو په څير یاست چې د دې خاورې خدمت کوی او هر افغان باید خپلو اولادونو ته ستاسو په څير روزنه ورکړي."

ولسمشر وویل، د کابل امنیتي پلان ترتیب شوی دی چې ژر به تطبیق شي او دا یو اساسي پلان دی.

هغه زیاته کړه چې د وسلې د استعمال صلاحیت او واک یوازې امنیتي او دفاعي ځواکونه لري، بل هیچاته به اجازه ورنه کړي چې څوک امنیتي ځواکونه توهین کړي.

 ده افغان پوځيان بيا بيا ستايل او هغوى ته په خطاب کې وويل: "هر څوک چې دلته ژوند کوي دا ستاسو له برکته دی، ستاسو یونیفورم د تقدس یونیفورم دی."

هغه زیاته کړه:" تاسې د جنګ او سولې مسوولین یاست، هغه چې جنګ کوي هغوی سره به جګړه کوئ او هغه چې سوله کوي سوله به ورسره کوئ، د سولې ضمانت به امنیتي او دفاعي ځواکونه کوي."

ولسمشر غنی وویل، د څلورکلن امنیتي پلان له پلي کېدو سره به د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا لوړه شي.

د يادې قول اردو او ملي دفاع وزارت چارواکيو له ولسمشر څخه مننه وکړه چې تل يې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پاملرنه کړې ده.

هغوى ژمنه وکړه چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به له خپلې خاورې او خلکو ساتنه کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement