د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ګډه اعلاميه: چين، افغانستان او پاکستان سيمه کې د سولې ټينګښت ته ژمن دي

ګډه اعلاميه: چين، افغانستان او پاکستان سيمه کې د سولې ټينګښت ته ژمن دي

Jun 26, 2017 - 11:49

کابل (پژواک، ۵چنګاښ ٩٦): افغانستان، چين او پاکستان د سیمې سولې او ثبات ټینګولو، د سیمه يیزې نښلونې او اقتصادي همکاریو پیاوړتيا او د ګډ امنیت او پرمختګ ودې ورکولو ته ژمن دي.

 يادو درېيو هېوادونو په ګډه اعلاميه کې د دې څرګندونو تر څنګ، په افغاني طالبانو غږ کړى چې د پخلاینې له بهیر سره یوځای شي. دغه راز په اعلاميه کې راغلي چې افغانستان او پاکستان د بحران د مخنیوي په موخه د بحران مدیریت میکانیزم رامنځته کولو هوکړه کوي.

دغه ګډه اعلاميه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پژواک خبري اژانس ته رالېږلې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانسان او پاکستان په بلنه د روان لمریز کال په ۳مه او ۴مه نېټه د افغانستان اسلامي جمهوریت او پاکستان اسلامي جمهوریت څخه لیدنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه لیدنه کې درې واړو لوریو په افغانستان او پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه په کلکه غندلي او په یادو پیښو کې وژل شویو او زیانمنو شویو کسانو ته يې خپل د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

په اعلاميه کې راغلي چې درې واړو لوریو په افغانستان کې د روانو حالاتو، د افغانستان او پاکستان په اړیکو او د چین، افغانستان، پاکستان د درې اړخیزو همکاریو په اړه خپل نظریات تبادله کړي او لاندې هوکړو ته رسېدلي دي.

١ - درې واړه لوري د سیمې سولې او ثبات ټینګولو، د سیمه يیزې نښلونې او اقتصادي همکاریو پیاوړي کولو او د ګډ امنیت او پرمختګ ودې ورکولو ته ژمن دي.

٢ - افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه له یو بل سره د اړیکو ښه کولو، متقابل سیاسي باور پیاوړي کولو، د ترهګرۍ سره د مبارزې او په ګډه د امنیتي ګواښونو له منځه وړلو په ګډون په بیلا بیلو برخو کې د همکاریو زیاتولو ته لیوال دي.

٣ - افغانستان او پاکستان د بحران د مخنیوي په موخه د بحران مدیریت میکانیزم رامنځته کولو هوکړه کوي چې په وخت او اغیزمن استخباراتي مالوماتو شریکول او نور دوه اړخیز هوکړه شوې اقدامات په بر کې نیسي.

دغه میکانیزم به د ډیالوګ او سلا مشورو له لارې د خرابو حالاتو د مخنیوي په موخه چې ښايي په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغیزه وکړي، د مناسبې حل لارې په پام کې نیولو سره دواړه لوري د ترهګري په وړاندې د مبارزې او نورو بیړنیو حالاتو کې د اغیزمن او پر وخت اړيکو د ټینګولو جوګه کړي. چینايي لورى به د دغه میکانیزم ملاتړ وکړي.

۴ - درې واړه لوري د دوه اړخیزو ګټو د موضوعاتو په برخه کې د مرستې په موخه چې پر اقتصادي همکاریو پیل کېږي، د چین، افغانستان، پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ میکانیزم رامنځ ته کولو هوکړه کوي.

۵ - درې واړه لوري په دې باور دي چې سوله او پخلاینه د افغانستان د ستونزو لپاره بنسټیزه حل لاره ده چې د تاوتریخوالي وسیلو په واسطه نه شې حل کېدای. چین او پاکستان د افغانانو په رهبرۍ او د افغانانو په مالکیت د پخلاینې پروسې ملاتړ کوي او دې ته چمتو دي چې د دغه پروسې د پرمختګ په برخه کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي. درې واړو لوري په افغاني طالبانو غږ کوي چې ژر تر ژره د پخلاینې له بهیر سره یوځای شي.

۶ - درې واړه لوري په دې باور دي چې د همغږۍ څلور اړخیزه (د چين، افغانستان، پاکستان او امريکا متحده ايالتونو) ډله باید بیا احیا شي څو د سولي خبرو اترو او له دغه پروسې سره د طالبانو د یو ځای کېدلو لپاره وړ چاپېریال رامنځ ته کړي.

۷ - درې واړه لوري "د کابل پروسې" د نوښت ملاتړ کوي او له دې سره هم نظره دي چې د شانګهای د همکاریو سازمان او د افغانستان د تماس ډله باید ژر تر ژره بیا په کار پیل وکړي، څو د افغان پخلاینې پروسې په مخ بیولو کې رغنده رول ولوبوي.

دغه ګډه اعلاميه په داسې حال کې خپرېږي چې افغان چارواکيو په وار، وار پاکستان د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفينو په ملاتړ تورن کړى، خو پاکستان دغه څرګندونې ناسمې بللې دي.

دغه راز د چارو ځينې شنونکي پر پاکستان د چين نفوذ ته په پام په دې باور دي چې که چين وغواړي کولاى شي د افغانستان د سولې په پروسته کې موثر رول ولري.  

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement