Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د لویې پکتیا کاني زېرمې د دې سیمې د پرمختګ لامل کېدای شي"

"د لویې پکتیا کاني زېرمې د دې سیمې د پرمختګ لامل کېدای شي"

Jul 01, 2017 - 15:41

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۶): ولسمشر غني د نفت او ګاز د زېرمو له پلوه د پکتيکا ولايت غني او د لويې پکتيا پرمختګ يې پر شته کاني زېرمو پورې تړلی وباله او ويې ويل چې له يادو کاني زېرمو ګټه اخيستنه د سوېلي سيمو د لا پرمختګ لامل ګرځي.

دغه څرګندونې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د لويې پکتيا او د کابل د ختيځ له مشرانو، متنفذينو، ځوانانو، مدني او سياسي فعالانو سره د کتنې پر مهال وکړې.

له ارګه پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتنه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د سلګونو کسانو په ګډون ترسره شوه او د ګډونوالو په استازيتوب د لويې پکتيا ځوانانو د ګډې جرګې مشر لايق شاه ځدراڼ، زمرد خان منګل، ويس عبدالرحيمزي، حمدالله همدرد او ضيا‌ءالحق فضلي د خوست، لوګر، پکتيا او پکتيکا د اوسېدونکو په استازيتوب په ټولنيزو، سياسي، تحصيلي او فرهنګي برخو کې خپل وړانديزونه او غوښتنې ولسمشر ته وړاندې کړې.

سرچينه زياتوي، د خوست د خلکو په استازيتوب زمرد خان منګل خبرې وکړې او د غلام خان مواصلاتي لارې د پرانيستنې، د شيخ زايد پوهنتون د ودانۍ د بيارغاونې او د دغه پوهنتون تجهيز او اکمال، د کادري روغتون جوړولو، د بندونو جوړولو، د ځنګلونو د احيا، کرنيزو محصولاتو لپاره د مارکېټ موندلو، ښې حکومتولۍ په ځانګړي ډول د ولسواليو په کچه او د منازعو د حل په برخه کې د هغه ولايت اړتياوې ولسمشر ته مطرح کړې.

دغه راز ويس عبدالرحيمزي د لوګر ولايت د خلکو په استازيوب د پوهنې برخې د اصلاحاتو او پياوړتيا او همدا راز د درسي ودانيو جوړولو، روغتيايي خدمتونو رسولو د بهير چټکتيا، د کادري روغتون جوړولو او په دې برخه کې د مسلکي کدرونو د جذب، تحصلي بورسونو، اشتغال رامنځته کولو، د کرنیز سکتور پياوړتيا، د بندونو او سړکونو جوړولو او د امنيت د تأمين په برخو کې خپل وړانديزونه له ولسمشر غني سره شريک کړل.

په دې ناسته کې حمدالله همدرد د پکتيا د خلکو په استازيتوب، د اصلاحاتو تأمين، د امنيتي بنسټونو د مسلکي او غير سياسي کېدو، د پوهنې په سکتور کې د اصلاحاتو، د مسلکي ښوونکو د جذب او دغه راز د تړل شوو ښوونځيو د پرانيستلو، په ادارو کې د کمېشنکارانو د فعاليت د مخنيوي، د دغه ولايت پوهنتون ته پاملرنه او له نړيوالو پوهنتونونو سره د اړيکو ټينګښت، د ولسي تړون پروګرام د کاري بهير ګړندي کولو، د معياري روغتون جوړولو، په عدلي او قضايي ارګانونو کې د اصلاحاتو، د پراختيايي برنامو د پلي کېدو، په کليدي پوستونو کې د وړ کسانو د ګومارنې، د ولسواليو په شوراګانو کې د مسلکي کسانو پر ګومارنې، په اصولي ډول د ګمرک د عوايدو راټولولو، د برېښنا انرژۍ تامين او له خلکو سره د حکومت د مشورې بهير دوام په برخو کې خپلې غوښتنې محمد اشرف غني ته مطرح کړې.

همدارنګه د پکتيکا ولايت د خلکو په استازيتوب ضيا‌ءالحق فضلي د امنيت د ټينګښت، د مواصلاتي لارو د پرانيستنې، د دغه ولايت د پوهنتون د ودانۍ جوړولو، د ارګون او کټواز د بندونو جوړولو، د اقتصادي برنامو پلي کېدو، د ځوانو کدرونو د جذب، د ارګونـ خوست سړک جوړولو، له اداري فساد سره د مبارزې، د مجهز روغتون جوړولو په برخو کې د ياد ولايت د خلکو غوښتنې او وړانديزونه له ولسمشر سره شريک کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د لويې پکتيا د خلکو د غوښتنو او وړانديزونو له اورېدو وروسته د هغوی غوښتنې برحقه وبللې، ويې ويل: "حکومت د تېرو دوه نيمو کلونو په ترڅ کې اقتصادي او انکشافي برنامې له شمالي او غربي ولايتونو څخه پيل کړې او له دې وروسته به دغه بهير سوېلي او شرقي ولايتونو ته هم وغځول شي."

هغه زياته کړه: "ما خپل بهرنی سياست له ترکمنستان څخه پيل کړ او د لويو ترانزيټي پروژو په تطبيق سره اوس خلک باور لري چې افغانستان په يو مسير پورې له تړاو څخه خلاص شوی او ډېر ژر د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ له ترکمنستان سره نښلول کېږي او د حيرتان بندر پياوړتيا او د اوسپنې پټلۍ له لارې د چين او ايران وصل کېدل به دغه اړيکې لا پياوړې کړي."

ولسمشر د پراختيايي او اقتصادي برنامو د پلي کېدو او سياسي مشارکت لپاره د عملي تګلارې په رامنځته کولو ټينګار وکړ او له هغوی يې وغوښتل چې خپل مشخص نظرونه او وړانديزونه ترتيب او په نږدې راتلونکي کې پرې په ګډه بحث وشي.

اشرف غني پکتيکا ولايت د تېل او ګازو د زېرمو له پلوه بډای وباله او د دې زېرمو پر تثبيت يې ټينګار وکړ.

هغه وويل، د پکتيکا د تېلو او ګازو له طبيعي زېرمو څخه ګټه اخيستنه کولی شي چې د لوېديځو سيمو د لا پرمختګ لامل شي.

هغه د لويې پکتيا راتلونکی انکشاف د هغې پر کانونو پورې تړلی وباله او د لويې پکتيا له خلکو يې وغوښتل چې په دې برخه کې دې پانګوال تشخيص او پر کانونو په ځانګړي ډول د کرومايټ پر کان د پانګونې زمینه برابره کړي.

د هېواد ولسمشر د اوبو د مديريت په اړه وويل: "اته لوی شرکتونه په دې برخه کې کار کولو ته چمتو دي او زموږ داخلي پانګوال کولای شي،په دې برخه کې پانګونه وکړي."

ولسمشر غني وويل: "زموږ اراده او توجه د لويو پلانونو تطبيق ته ده، څو د خلکو په ژوند کې بنسټيز بدلونونه راشي."

هغه زياته کړه، د روغتيا په برخه کې جدي ستونزې شته او بايد بنسټيز اصلاحات رامنځته شي.

محمداشرف غني د لويې پکتيا د ټولو سيمه‎ ييزو ادارو په څېړلو ټينګار وکړ او د لويې پکتيا له خلکو يې وغوښتل چې د اړوندو ادارو د اصلاح لپاره خپل وړانديزونه له حکومت سره شريک کړي.

هغه وويل: "د حکومت په پيل کې موږ د بوديجې له کسر سره مخ وو، مرستندوی هېوادونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې وو او تبصره کوونکو د ملي يووالي حکومت دوام ناشونی باله، خو د ټولو نظرونو خلاف، موږ د نړيوالې ټولنې هر اړخيز ملاتړ ترلاسه کړ او افغانستان مو له انزوا څخه د توجه پر مرکز بدل کړ چې دا د خلکو د ملاتړ له برکته وو."

ولسمشر غني ځوانانو ته په خطاب کې وويل: "تاسې د ملي يووالي سفيران ياست، د افغانستان خلک او د دې خاورې ځوانان ملي روحيه لري او زه پر تاسو وياړم او ستاسو په حضور کې زما د خدمت کولو اراده پياوړې کېږي."

هغه زياته کړه: "که په راتلونکو دوو کلونو کې ټول په صادقانه ډول هڅه وکړو، زموږ راتلونکي پنځه نسلونه به پر خپلو پښو ودرېږي او بايد دغه چانس له لاسه ورنه کړو."

افغان ولسمشر په ادارو کې د ازادو سياليو له لارې د ځوانانو پر جذب ټينګار وکړ او ویې ویل چې ډېر ژر به په ادارو کې ۵ زره خالي بستونه او د ښوونکو ۸زره بستونه اعلان ته ورکړل شي.

ولسمشر غني د بنسټ جوړولو يوې ستراتيژۍ پر لرلو ټينګار وکړ، زياته يې کړه: "غواړم زما صلاحيتونه کم شي او دغه صلاحيتونه د رڼو ميکانيزمونو په چوکاټ کې په ادارو کې زيات شي."

اشرف غني د خپلو خبرو په دوام وويل: "ملي يووالی بايد خوندي او پياوړی کړو او حکومت هڅه کوي چې ټولو هېوادوالو ته لازمې اسانتياوې رامنځته کړي."

هغه زياته کړه: "موږ هغو کسانو ته چې اصلاحي طرحې لري، هرکلی وايو، خو که چېرې اصلاحي طرحه نه وي، هغه کسان چې د وېش فکر لري موږ ته د منلو نه دي او د جمهوري رياست څوکۍ د وېش څوکۍ نه، بلکې د خدمت او يووالي څوکۍ ده."

دی وايي: "موږ د هېچا د تصفيې اراده نه لرو او هغه چا ته چې خپلې ګټې په خطر کې ويني، بايد قناعت ورکړو، تاسې زمينه برابره کړئ څو ستاسې غوښتنې پوره کړم."

هغه څرګنده کړه چې بايد پر لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال فکر وکړو او خپلې اړتياوې تثبيت کړو.

ولسمشر غني وويل: "زموږ موخه دا ده څو راتلونکو نسلونو ته تلپاتې پانګې او اساسي بنسټونه پرېږدو، زه هغه کار کوم څو هر څوک چې له ما وروسته د افغانستان ولسمشر وي په اسانه خپل کارونه مخې ته يوسي. هغه وويل، په راتلونکو دوو کلونو کې به د ملت په همکارۍ په ټولو برخو کې حالت ښه شي."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement