د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې ١٤ داعش وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې ١٤ داعش وسله وال وژل شوي

Jul 01, 2017 - 11:54

جلال اباد (پژواک، ۱۰ چنګاښ ٩۶): په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې نلپېژاندو وسله والو ۱۴ داعش وسله وال وژلي دي.

په دغه زون کې د ۲۰۱ سيلاب قول رادو له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په ۱۰مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د سور ډاګ په سيمه کې د داعش ډلې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، ياد وسله وال پرون د ناپېژانده وسله والو له لوري لومړی نيول شوي او بيا وروسته په ډله ييز  ډول وژل شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د خوږياڼو ولسوال حاجي زلمي پژواک ته وويل، ياد کسان وژل شوي نه دي او يوازې نيول شوي دي.

نوموړي وويل، چې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ له سور ډاګ سيمې څخه ۱۴ تنه پخواني طالبان په دې تور نيولي چې ګواکې له داعش ډلې سره يوځای شوي دي.

هغه زياته کړه، نيول شوي کسان وسله والو طالبانو د خوږياڼو ګاونډ شېرزادو ولسوالۍ ته بيولي؛ خو لا تر اوسه يې وژلي نه دي.

د يو بل خبر له مخې، د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د ځانګړو عملياتو پرمهال  د داعش دوه  وسله وال ټپيان کړي دي.

وسله والو طالبانو او داعش ډلې لا تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې هم د ننګرهار په مختلفو ولسواليو کې د دغو دواړو ډلو ترمنځ نښتې شوي او په ترڅ کې يې د دواړو  ډلو ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement