د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کونړ کې د دوو قوماندانانو په ګډون د داعش څلور وسله وال وژل شوي

کونړ کې د دوو قوماندانانو په ګډون د داعش څلور وسله وال وژل شوي

Jul 02, 2017 - 19:45

جلال اباد (پژواک ۱۱ چنګاښ ۹۶): د کونړ چارواکي وايي، د دغه ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د بې پيلوټه بريد پرمهال د دوو قوماندانانو په ګډون ۴ داعش وسله وال ووژل شول.

د امنيه قومندانۍ ویاند فرید الله دهقان د چنګاښ په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل، نن مازیګر څلورنیمې بجې په وټپور ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې څلور داعش وسله وال وژل شوي دي.

ده زياته کړه، برید امریکايي بې پیلوټه الوتکې د دغې ولسوالۍ په څپرې سيمه کې کړی، چې په وژل شویو کې دوه قوماندانان هم شامل دي.

د هغه په وينا، په دغه برید کې له وسله والو پرته بل چاته زیان نه دی اوښتی.

د سيمې یوه اوسېدونکي هم د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وویل، دغه برید د وټه پور ولسوالۍ په څپري سیمه کې شوی، چې په کې یو شمېر داعش وسله وال وژل شوي؛ خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه درلودل.

داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د تېرې جمعې پر شپه هم د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په کلایګل سیمه کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید کړی و، چې په کې د داعش ډلې د یوه مهم قومندان په شمول شپږ وسله وال وژل شوي وو.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement