Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: د کابل امنيت د لاټينګښت په موخه به پوځي برخه کې شته کمۍ لرې شي

چارواکي: د کابل امنيت د لاټينګښت په موخه به پوځي برخه کې شته کمۍ لرې شي

Jul 04, 2017 - 17:27

کابل(پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۶): چارواکي وايي، د کابل امنيت د لاټينګښت په موخه به د پوځي کړنو په برخه کې شته کمۍ لرې او ډېر ژر به د دې ولايت په خاکجبار ولسوالۍ او ځينو نورو سيمو کې چاڼيز عمليات پيل کړي.

دغه څرګندونې په هغه ناسته کې وشوې چې نن د کابل د امنيتي وضعيت څېړلو او امنيتي چارو د سمون په موخه جوړه شوې وه.

په دغې ناسته کې د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي دفاع وزارت د ۱۱۱ مې فرقې، د کابل د ګارنيزيون قوماندانۍ، د کابل د ملي امنيت رياست، د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ چارواکو ، د کابل والي او د ولايتي شورا غړيو ګډون درلود.

د غونډې په پاى کې د احتياط په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستيال او د کابل ګارنيزيون قوماندانۍ سرپرست افضل امان د غونډې د ګډونوالو په استازيتوب وويل:"موږ د کابل ښار امنيتي وضعيت او دې ښار ته متوجه امنيتي تهديدونه وڅېړل او موږ ټول د کابل ښار د امنيت د لا ښه خونديتوب لپاره داسې امنيتي پلان جوړوړ چې د منلو او پلي کېدو وړ وي."

هغه وويل:" موږ امنيتي چارواکي به د امنيتي پلان جوړولو او عملي کولو پر مهال چې کوم نواقص په کړنو کې لرو هغه به لرې کړو، خلاوې پيدا کوو او له منځه يې وړو؛ د پلي کېدو وړ پلانونه طرحه او پلي کوو، تر څنګ به يې خپله همغږۍ لا پياوړې کړو او د خلکو د ملاتړ د جذب په برخه کې به خپلې هڅې لا ډېرې کړو."

دی زياتوي، چې تردې وړاندې يې هم ورته کارونه کړي خو تردې وروسته به په دې برخو کې خپلې هڅې او کړنې لا ډېرې کړي.

هغه د کابل د خاکجبار ولسوالۍ د امنيتي وضعيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:"تردې وړاندې يو وکيل صيب هم په خاکجبار ولسوالۍ کې د امنيتي ګواښونو په اړه خبرې وکړې، زموږ څېړنې هم ښيي چې د کابل ښار له نږدې پرتو ولسواليو او ګاونډيو ولايتونو څخه تر امنيتي ګواښونو لاندې دى."

امان زياته کړه، چې ډېر ژر به د کابل په ځينو ولسواليو په ځانګړي ډول د خاکجبار په ولسوالۍ کې د خالد په نوم پوځي عمليات پيل شي.

د کابل والي حامد اکرم د کابل ښار او ولسواليو د امنيت د لا ټينګښت په موخه دغه مشورتي ناسته ګټوره وبلله او ويې ويل چې په کابل ښار کې د زنبق څلور لارې تر خونړي بريد او پېښو وروسته يې د امنيت د ښه ټينګښت په برخه کې له بېلابېلو امنيتي او ملکي چارواکو سره خبرې کړې دي.

هغه هم وويل چې ډېر ژر به کابل کې ځانګړي پوځي عمليات پيل شي.

د کابل د ولايتي شورا مشر سيد عبدالرحمان هاشمي د کابل ښار او ولسواليو د امنيت د ټينګښت په موخه نننۍ ناسته ګټوره وبلله او ويې چې د کابل ښار ولسوالۍ له امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

د ده په وينا، د امنيتي ګواښونو مخه هغه مهال نيول کېداى شي چې امنيتي چارواکي په رښتيني ډول د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

خو د کابل د ولايتي شورا غړي شېرعلي احمدزي او د غونډې ګډونوال پژواک خبري اژانس ته وويل، فکر نه کوي چې داسې ناستې دې ګټه ولري، ځکه چې مخکې هم دې ته ورته ناستې شوي، خو پرېکړې يې نه دي عملي شوي.

د ده په خبره، دا مهال يواځې د خاکجبار ولسوالۍ تعمير او دوه ، درې کلي د حکومت تر ولکې لاندې دي او په پاتې نورو ۵۲ کليو کې يې شپه او ورځ وسله وال مخالفين تګ راتګ او فعاليت کوي .

احمدزي وايي:" د کابل ولايت د امنيت رياست طالبان ښه پېژني چې څوک دی، له کومه ځايه راځي او د چا زامن دي؛ خو نه يې نيسي او که چېرې کوم يو هم ونيسي تر درېيو څلورو ورځو وروسته يې بېرته خوشې کوي."

هغه په دې اړه نور جزييات ورنه کړل.

د کابل د ملي امنيت مشر په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوی به په دې اړه تر تدقيق وروسته اړين اقدامات وکړي.

د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله په نننۍ ناسته کې د چارواکو او خلکو تر منځ د باور په زياتوالي د تاکيد تر څنګ د امنيت د ټينګښت لپاره د خلکو او امنيتي ځواکونو تر منځ همکاري اړينه وبلله او ويې ويل، هره هغه کړنه له دښمنې سره مرسته کوي چې د افغانانو تر منځ د نفاق لامل ګرځي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement