د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکمتیار: د ملي اجماع په جوړولو کې راسره ډېری ګوندونو ملاتړ ښودلی

حکمتیار: د ملي اجماع په جوړولو کې راسره ډېری ګوندونو ملاتړ ښودلی

Jul 06, 2017 - 18:14

کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): د حزب اسلامي مشر د بندونو په اړه د ايران ولسمشر پر څرګندونو د نيوکې تر څنګ وویل، ګوند يې متحد دى او د ګوندونو له نوي ايتلافه اندېښنه نه لري، خو په شمال کې د وسلو وېش اندېښمن کړى دى.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې نن په کابل کې د دغه ګوند د دوو مخکښو کسانو (محمد خالد فاروقي او معلم عبدالکريم) د فاتحې په مراسمو او تر هغه وروسته په خبري ناسته کې وکړې.

دغه دوه کسان د ورپېښو ناروغيو له امله وفات شوي او د فاتحې په مراسمو کې يې ګڼ شمېر دولتي چارواکو، د حزب اسلامي کسانو او نورو خلکو برخه واخيسته.

ده څه موده مخکې پاکستان کې د ده د پخواني سکرتر حاجي فريد وژنه هم ياده کړه او ويې ويل دا بايد پيدا شي چې په جوماتونو او هغو سيمو کې څوک بريدونه او چاودنې کوي چې عام خلک په کې وژل کېږي.

دى وايي، دغه کار هغه څوک نه کوي چې د اسلام د سپېڅلي دين له احکامو خبر وي.

د حزب اسلامي يووالى

شاوخوا ١٦ کاله مخکې، وروسته له هغه چې حزب اسلامي په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو پوځيانو پر وړاندې وسله واله مبارزه پيل او ګلبدين حکمتيار ځان مخفي کړ، د حزب يوې ډلې کسانو د عبدالهادي ارغنديوال او بلې د وحيدالله سباوون تر مشرۍ لاندې سياسي فعاليت پيل کړ او دغه راز د دغه ګوند ځينو مهمو کسانو لکه قاضي محمد امين وقاد، جمعه خان همدرد، غلام فاروق وردګ او نورو د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد په نوم فعاليت کاوه.

خو اوس چې ګلبدين حکمتيار له دولت سره د سولې هوکړې تر لاسليک وروسته کابل ته راغلى، نن يې په هغې خبري ناسته کې چې ارغنديوال، قاضي محمدامين وقاد، فاروق وردګ، جمعه خان همدرد او د دغه ګوند نورو مشرانو هم په کې برخه لرله وويل چې ګوند يې متحد و، متحد دى او متحد به پاتې شي.

هغه زياته کړه: "داسې جناح او لوری په حزب کې نه ګورم چې هغه دې اختلاف وغواړي، په دې اړه بحث شوی، په يوه موقته اجرايي شورا هوکړه شوې چې هغه هماغه د حزب پخواني د اجرايي شورا غړي دي."

د ده په وينا، همدا شورا به د راتلونکو سياستونو، د نظرياتو توحيد او د چارو د ښه انسجام په موخه وروستي تصاميم نيسي.

محمدامين وقاد وويل چې دوى د حکمتيار تر مشرۍ لاندې خپل پيوستون اعلانوي او د هغه تر مشرې لاندې خپل فعاليت ته دوام ورکوي.

د ايران د ولسمشر څرګندونې

د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې وروستيو کې په افغانستان کې د اوبو د ډېرو بندونو پر جوړېدو نيوکه کړې او ويلي يې دي چې تهران په افغانستان کې د کجکي، کمال خان او سلما بندونو د جوړېدو په اړه بې تفاوته نه شي پاتې کېداى.

د حزب اسلامي مشر په دې اړه وويل چې ځينو د روحاني دغه څرګندونې د ګواښ په توګه تعبير کړې او روحاني نه دي ويلي چې د افغانستان د بندونو په اړه د ايران بې تفاوته نه پاتې کېدل يعنې څه؟

هغه وايي: "خو دا يو حقيقت دی چې افغانان د خپلو اوبو او د خپلو ټولو شتمنيو بلا منازعې مالکان او خاوندان دي، هېڅوک دا حق نه لري چې موږ ته له بهره دستور راکړي، هېڅ څوک دا حق نه لري چې موږ ته د ګواښ ژبه وکاروي او زموږ په کورنيو چارو کې د مداخلې حق ځان ته ورکړي."

د ده په وينا، د اوبو د وېش معضله د نورو ملکونو تر منځ هم شته او داسې معضلو ته بايد د خبرو له لارې د نړيوالو قوانينو په رڼا کې حل او مشروع لار ولټول شي.

هغه زياتوي چې په دې اړه د کابل او تهران ترمنځ معاهدې شته او بايد درناوی يې وشي او که څوک نوې ژمنې غواړي نو د مذاکراتو په پايله کې دې د حل لار ورته وموندل شي.

د حکمتيار په وينا، کنه نور هم حق لري ووايي چې د افغانستان سرحد ته نږدې دې تر هغو د نفتو او ګازو تفحصات نه کېږي څو د هر چا حق معلوم شي.

د درېيو ګوندونو ايتلاف

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست او د جمعيت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني، د بلخ والي او د جمعيت ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور، د حکومت د اجرايي رياست مرستيال او د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق او د ولسمشر لومړى مرستيال او د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم څو ورځې مخکې ترکيه کې سره راټول او "د افغانستان د ژغورنې شورا په نوم ايتلاف يې جوړ کړ.

د افغانستان د ملي يووالي حکومت د جوړښت د هوکړې بشپړل پلي کېدل او د ولسمشر لومړي مرستيال ته د هغه د واکونو ورکول د دغه ايتلاف له مهمو غوښتنو څخه دي.

حکمتيار په نننۍ خبري ناسته کې په دې اړه وويل: "زموږ ځيني مواقف ناسم تعبير شوي، لکه د نوي درې ګوني ايتلاف په اړه چې ګواکې موږ په دې اړه اندېښنه لرو او مخالفت يې کوو؛ حال دا چې قطعاً نه کومه اندېښنه نه لرو او نه يې مخالفت کوو."

هغه زياته کړه: "نه يواځې دا چې مخالفت يې نه کوو، بلکې که هغه يوه مثبته تګلاره غوره کړي، نېک اهداف انتخاب کړي‎، د هېواد او ملت لپاره کار وکړي، هېواد له دغه بحرانه د ايستلو په خاطر موثر او اغېزمن اقدام وکړي ملاتړ يې هم کوو، تقدير او تمجيد يې هم کوو."

خو حکمتیار وایي چې ايتلافونه بايد د يو بل په خلاف نه وي، د تقابل او تصادم تګلاره غوره نه کړي، پخوانۍ خونړۍ ناکامې او بدمرغې تجربې تکرار نه کړي، د جنګ د دوام باعث نه شي او د جګړې نوې جبهه پرا نه نيزي.

هغه هيله څرګنده کړه چې ټول ګوندونه متحد شي.

ده د ياد درې ګوني ايتلاف په اړه وويل: "خو دا اعتراض او سوال وارد دی چې ولې په حکومتي ادارو کې شاملې ډلې د دولت خلاف ایتلاف جوړوي."

حکمتيار یو ځل بيا له ټولو ډلو وغوښتل چې په هېواد کې د جګړې د پاى او سولې د ټينګښت لپاره ګډ کار وکړي.

مل اجماع او د ثبات ملګرتيا

د حزب اسلامي افغانستان امير وايي، نه په حکومت کې ونډې او نه يې هم مشارکت ته تلوسه لري. هغه وايي چې حزب اسلامي د جګړې د پاى او سولې د ټينګښت په موخه له نظام سره ملګرتيا ته چمتو شوى دى.

هغه وويل: "موږ د ثبات حمايت کوو، نه د ملي وحدت حکومت، نه د نظام او نه په نظام کې د شامل کوم لوري، موږ د يو په خلاف د بل ملګرتيا نه کوو، نه د ارګ په ملګرتيا او د سپېدار ماڼۍ په خلاف، نه په دولت کې د شاملو ګوندونو د ايتلافونو...موږ د هغه چا حمايت کوو چې په رښتيني ډول د جنګ ختمېدو او سولې د ټينګښت لپاره هڅې کوي."

ګلبدين حکمتيار وايي، د ملي اجماع لپاره يې هڅې کړې او په دې اړه يې له ګوندونو سره خبرې کړې دي څو ټول ګوندونه  تر يو سقف لاندې راټول او د هېواد ستونزو د حل لپاره په ګډه تصميم ونيسي.

د ده په وينا، په دې اړه د ګوندونو غوڅ اکثريت له دې طرحې ملاتړ کړى خو ځيني يې ملاحظات لري، هغوی ته به هم قناعت ورکړل شي.

د وسلو وېش

د حزب اسلامي افغانستان امير ګلبدين حکمتيار وويل داسې اوازې هم شته چې په شمال کې وسلې وېشل کېږي.

هغه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي زياته کړه: "دا وسلې له بهره را رواني دي، له يو مشخص ادرسه چې اوږده سابقه لري، نوې پديده نه ده او اوس يو ځل بيا دا سلسله پيل شوې ده، نه يواځې په شمال، بلکې د هېواد په غرب کې هم د وسلو وېش روان دی."

ده هيله څرګنده کړه چې کورني سياسي ګوندونه، ګاونډي هېوادونه  او هغه څوک چې د افغانستان په کورنيو چارو کې يې لاسوهنې کوي، مخکنى "غلطې، بدمرغې او خونړۍ" تجربې تکرار نه کړي.

حکمتيار له دولت نه وغوښتل چې د وسلو د وېش د مخنيوي په اړه جدي تصميم ونيسي.

هغه وايي چې حزب اسلامي په دې برخه کې  له نظام سره هرې صادقانه ملګرتيا ته چمتو دى.

بهرني ځواکونه

حکمتيار د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغانستان ته د نورو بهرنيو ځواکونو رالېږل د هېواد ستونزې نه شي حل کولاى، بلکې ډېروي يې او حساسيتونه راپاروي او قضيه پېچلې کوي.

هغه زياته کړه: "۱۶۰زره سرتېرو جګړه مهار نه شوه کړای، داسې نور لږ سرتېري يې نه شي مهارولی."

دی وایي چې پر پوځي سياستونو بايد له سره کتنه وشي؛ ځکه چې د افغان حکومت او بهرنيو پوځي سياست ناکام و.

حکمتيار د بهرنيو هغو سرتېرو په اړه چې پر جنګي جنايتونو تورن دي او دا مهال يې محاکمه بنده شوې وويل چې تر اوسه افغانستان د جنګي جنايتکارانو د محاکمې په اړه هېڅ لاسته راوړنه نه لري او نه هم تر اوسه کوم جنګي جنايت کار محاکمه شوی.

ده وويل چې په افغانستان کې د جنګي جنايتکارانو محاکمه هغه  وخت شونې ده چې افغانستان  يو معتبر او مقتدر حکومت او بې پرې محکمه ولري.

خو هغه وويل: "د بهرنيو سرتېرو په اړه چې جنګي جنايتونه يې کړي چې محاکمه شي موږ يې ملاتړ کوو د هر هغه جريان چې په کې جنګي جنايت کار محاکمه شي، په رښتيني ډول يې ملاتړ کوو."

حکمتيار د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې د دريځ په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "داعش ډله له وسله والو طالبانو بېله شوې ډله ده او هر هغه څوک چې په افغانستان کې د جنګ دوام غواړي پر وړاندې يې زموږ هماغه شان دريځ دی لکه د طالبانو پر وړاندې یې لرو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement