Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لوګر کې د کډوالو ښارګوټي د اوبو رسونې شبکې کار پيل شو

لوګر کې د کډوالو ښارګوټي د اوبو رسونې شبکې کار پيل شو

Jul 08, 2017 - 19:47

پل علم (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٦) : په لوګر ولايت کې د کډوالو د ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د  جوړونې کار پيل شو.

د لوګر د والي وياند سلم صالح د چنګاښ په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې پروژې  د کار د پيل په مراسمو کې مرستيال والي قمر الدين شکېب، د کډوالو امر احمد صالحي او د سيمې مشرانو ګډون کړى وو.

هغه زياته کړه، د اوبو دغه شبکه د وزير کلا په سيمه کې  د کډوالو په ښارګوټي کې جوړېږي، چې څه باندې نهه ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

صالح وايي، په دې پروژه کې يوه ژوره څاه، د اوبو کانکريټي زېرمه، احاطوي دېوال ، تخنيکي خونه او د پمپ سولرونه شامل دي.

د والي وياند وويل، ياده زېرمه د  ۶۳ متره مکعب  اوبو  د زېرمه کېدو وړتيا لري چې د مهاجرينو راستنېدونکو چارو وزارت لخوا په درېيو مياشتو کې جوړيږي.

د نوموړي په وينا، دغه شبکه به د اوس لپاره ۴۷۰ کورنيو ته اوبه ورکوي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement