د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جوزجان کې د داعش پنځه مهم غړي وژل شوي

جوزجان کې د داعش پنځه مهم غړي وژل شوي

Jul 09, 2017 - 14:33

کابل (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٦): د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې په جوزجان ولايت کې د داعش پنځه قوماندانان او سرګروپان وژل شوي دي.

د ملي امنيت رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد کسان د قوش تپې ولسوالۍ اقساى کلي ته نږدې د قزل سيمې په چقمه چقور کلي کې د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په بريد کې د داعش ډلې کليدي قوماندان ملا عبدالاحد مشهور په حزب الله، ډلمشر قاري محب الله مشهور په مامي، ډلمشر ملا صدرالدين مشهور په جابر، د داعش د مالي مسوول  قاري حکمت الله ډلمشر قاري مودود او ډلمشر فيض محمد مشهور په "زهر مار" وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان د داعش په عمومي ډلمشر قاري حکمت الله پورې اړه لري چې کرولا موټر کې له قوش تپې ولسوالۍ نه درزاب ولسوالۍ ته د تګ پر مهال د افغان ځواکونو هوايي بريد کې ووژل شو.

په خبرپاڼه کې د پېښې مهال نه دې ښودل شوى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement