د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې پاکولو چارې پيل شوې

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې پاکولو چارې پيل شوې

Jul 12, 2017 - 15:02

جلال اباد (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۶): د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د پاک او زرغون ښار تر عنوان لاندې د دغه ښار د لومړۍ ناحيې د پاکولو او ځينو برخو د بيارغونې چارې پيل شوې.

د ښاروالۍ مسوولين وايي چې د ښار لومړۍ ناحيې د پاکولو دغه پروګرام به يو کال وخت ونيسي او يو اعشاريه يو ميليون ډالر لګښت به پرې راشي.

د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجنير حکيم الدين عمرخېل د چنګاښ په ۲۱مه د ياد پروګرام د پرانيستي پر مهال پژواک اژانس ته وويل، دغه پروګرام نه يوازې د ښارپاکولو کې مهم رول لوبولی شي، بلکې ګڼو ځايي خلکو ته به د کار زمينه هم برابره کړي.

نوموړي زياته کړه، پاک او زرغون ښار پروګرام خلکو ته د کار پيدا کېدو تر څنګ د ښار پاکوالي، بيا رغونه او سمسورتيا کې هم رول لوبولی شي.

دی وايي، ياد پروګرام د ولسمشر د ځانګړې طرحې له مخې جوړ شوی او موخه يې په ښارونو کې ښاريانو ته د ښو او منظمو خدماتو وړاندې کېدو تر څنګ د ښارونو پراختيا او ښار مېشتو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

د عمرخېل په وينا، ياد پروګرام تر دې وړاندې د ښار په څلورمه ناحيه کې هم پيل شوی او د ښار د مهمو واټونو پاکوالي ته يې هم توجه شوې ده.

سرپرست ښاروال وويل، د دې پروژې مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو د هبيتات موسسه کوي او تخنيکي چارې يې د ښاروالیو پر غاړه دي.

د يو اين هبيتات ادارې استازي انجينر محمد نادر څرګند وويل چې پر يادې پروژې چې يو کال به دوام وکړي، يو اعشاريه يو ميليون ډالر لګښت راځي.

دی وايي، پروګرام به سلو کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړي چې له ډلې به يې لس مېرمنې وي او هغوی به يوازې د عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي.

د څرګند د معلوماتو له مخې، د دې پروژې هر کارمند ته د ورځې شپږ امريکايي ډالر ورکول کېږي چې لږ تر لږه د يوې وړې کورنۍ ورځنی لګښت پوره کوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حبيبې کاکړ وويل چې که له يوې خوا ښاروالۍ دا ډول پروژې پلې کوي؛ نو له بلې خوا بايد ښاريان هم ځان د ښار پاکوالي کې مکلف وګڼي او سمه ونډه په کې واخلي.

هغې زياته کړه: ((دا د هر ښاري وظيفه ده چې ښار پاک وساتي، که ښاروالۍ هر څومره هڅې وکړي، هر سهار ښار پاک کړي، ويالې پاکې کړي؛ خو که ښاريان نظافت مراعات نه کړي؛ نو ښار نه شي پاکېدلی.))

د لومړۍ ناحيې اړوند د کمپونو سيمې اوسېدونکي حاجي نظيف الله له پژواک سره په خبرو کې وويل چې له ياد پروګرام خوښ دی خو پر ښاروالۍ يې ټينګار وکړ چې د پروژې ښه تطبيق کې دې لازم اقدامات وکړي.

هغه زياته کړه: ((دا موسسه يې هم بايد تعقيب کړي، د ښاروالۍ کارمندان چې انجينران نه وي؛ نو سم کار نه کوي، لږ تر لږه ورځ کې يو دوه ځل دې خپله د ښاروالۍ مسوولين هم د دوی نظارت وکړي.))

خو د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجينر حکيم الدين عمرخېل ډاډ ورکوي چې ياد پروګرام يوازې ښاروالۍ مخې ته نه وړي، تعقيب يې يو اين هبيتات کوي او مخې ته وړونکي يې د اړوندې سيمې خلک دي.

دی وايي، که ځايي خلک د خپلو ساحو پاکوالي کې درغلي کوي؛ نو مسوول يې هغوی دي، ځکه دا چاره ځايي خلکو ته سپارل کېږي چې هغوی په کې درغلي ونه کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement