د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د بهرنیانو په ګډون د داعش ١٩ وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې د بهرنیانو په ګډون د داعش ١٩ وسله وال وژل شوي

Jul 13, 2017 - 13:04

جلال اباد (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د روانو عملياتو په ترڅ کې د يو شمېر بهرنيانو په ګډون د داعش ١٩ وسله وال وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيرى وايي چې داعش وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ننګرهار ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې اوښتې ده.

سرچينې زياته کړې چې  په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې ١٩ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د وزيري په وينا، د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې په وژل شوو داعشيانو کې د هغه د جلب و جذب مسوول مولوي ضياء الله، د تبليغاتو مسوول احمد سعيد او درې نور مهم مشران شامل دي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې د پچيراګام ولسوالۍ سليمانخېلو تنګي، الف خېلو او مرخانې سيمو کې له پرون راهيسې ١٩ داعش وسله وال وژل شوي .

د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شوو داعشيانو کې پاکستاني اتباع هم شامل دي.

د عملياتو پر مهال افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دی.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement