د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ازره کې يو افغان سرتېرى وژل شوى او درې ټپيان دي

په ازره کې يو افغان سرتېرى وژل شوى او درې ټپيان دي

Jul 16, 2017 - 19:46

پل علم (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٦): د لوګر چارواکي وايي، د دې ولايت په ازرې ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې يو افغان سرتېرى وژل شوى او درې نور ژوبل دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ماين د ازرې په کتارې سيمه کې د طالبانو له خوا ځاى په ځاى شوى و او د چاودنې له امله يې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې اوسېدونکي ډاکټر عبدالولي وکيل، پژواک ته وويل چې په ياده لاره کې د امنيتي ځواکونو يو لوى کاروان تېرېده، چې پر يوه ټانک د ماين چاودنه شوې او بيا د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د ده په وينا، په دې پېښه کې څلور سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د دې چاودنې مسووليت طالبانو منلى او ويلي يې دي چې يو ټانک يې له منځه وړى او په کې شپږ عسکر يې وژلي او څلور يې ټپيان کړي دي.

ازره د لوګر د مرکز ختيځ لور ته په ٩٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې لار له مرکز پل علم سره تړلې ده او خلک يې د ننګرهار د حصار او د کابل د خاکجبار ولسواليو له لارې لومړى کابل او بيا پل علم ته ځان رسوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement