د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کمال خان بند په اړه د ارزونې ځانګړي پلاوي وړانديز منظور شو

د کمال خان بند په اړه د ارزونې ځانګړي پلاوي وړانديز منظور شو

Jul 17, 2017 - 20:07

کابل (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٦): ملي تدارکاتو کميسيون د کمال خان بند په اړه د ارزونې ځانګړي پلاوي وړانديز او د کابو ١،٤ ميليارد افغانيو په ارزښت نهه نور قراردادونه منظور کړي دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې د کمال خان بند پر دریېم فاز د ارزونې ځانګړي پلاوي پر راپور د بحث تر څنګ د یادې پروژې د  قرارداد د ارزونې د موندنو د پایلو په اړه د یاد پلاوي وړاندیز تائید کړ.  

سرچينه کاږي، یاد پلاوی د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنۍ پرېکړې له مخې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په مشرۍ د عدلیې وزارت او ملي تدارکاتو ادارې له ګډو استازو جوړ شوی وو چې د پمتیک شرکت وضعیت، چې د کمال خان بند د درېم فاز  پروژې له درې شرکتونو څخه یو دی، و ارزوي.

د وړاندی شوي راپور له مخې، یاد پلاوي د موضوع په اړه د پلاوي د رئیس او غړو او د انرژۍ او اوبو او دغه راز د اقتصاد وزارتونو د مقاماتو په ګډون څو ناستې کړې وې چې د پمتیک شرکت د ورشکسته ګۍ په اړه اسناد یې څېړلي.

د دې راپور له مخې، هغه اسناد چې د ترکیې څلورو رسمي مراجعو د انقرې اجرايي محکمې، د افلاس ریاست، د سوداګرۍ خونې او د انقرې د سوداګرۍ د ثبت ادارې صادر کړي، په ترکیه کې یې د افغانستان  سفارت او د بهرنیو چارو وزارت  د مکتوب  له لارې یاد پلاوي ته ورکړي چې د یاد شرکت هیڅ ډول افلاس نه دی په کې تائید شوی، بلکې د هغه فعال والی  تائیدوي.

ارزونکي پلاوي په خپل راپور کې وړاندیز کړی، دې ته په پام چې د کمال خان بند د درېم فاز ملي پروژې قرارداد لاسلیک او ملي تدارکاتو کمېسیون یې تدارکاتي چارې تائید کړې دي او دې ته په کتو چې د قرارداد لوری اصلي شرکت (اسیابنا) افغاني شرکت وو او دوه نور شرکتونه یې کاري شریکان دي، تر هغې چې د پمتیک شرکت د افلاس په اړه  معتبر دلیل نه وي ترلاسه شوی، قرارداد بااعتباره دی او د پروژې کار دې نه متوقف کېږي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د پلاوي نظر تائید او پر دې سربېره یې پرېکړه وکړه چې د څېړنې بهیر دې ادامه ولري، تر څو د موضوع ټول حقوقي اړخونه روښانه شي او دغه راز دې د بهرنیو چارو وزارت او په انقره کې د افغانستان سفارت په دې برخه کې هراړخیزه همکاري وکړي. په عین حال کې دې د پروژې د کار جدي او واضح څارنه وشي.

کمال خان بند چې په نيمروز کې موقعيت لري، تراوسه يې دوه پړاوه چارې بشپړې شوي او د رغونې د درېيم پړاو کار يې نږدې درې مياشتې وړاندې (د وري ٣١مه) د ولسمشر اشرف غني له خوا پرانيستل شو. په درېيم پړاو کار کې د کمال خان اصلي بند جوړول شامل دي چې لوړوالى يې ١٦.٥ متره او اوږدوالى يې ١.٦ کيلومتره کېږي. د کمال خان بند پرچاوه ٤٥٠ متره او لوړوالى يې ٤ متره دى چې له کانکرېټ جوړېږي، هغه يوه اندازه اوبه چې ترې تېرېږي، په ثانيه کې ١٥٠ متره مکعبه کېږي.

د دې بند په جوړېدو سره به خطرناک سېلابونه مهار شي او تر څنګ به يې څه باندې ١٧٤٤٠٠ هکتاره نوې ځمکه او هغه ځمکې چې د اوبو له کمښت سره مخامخ دي، خړوبې شي. دغه بند به ٩ مېګاواټه برېښنا توليد کړي او څه باندې ٦٠٠٠٠ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې ملي تدارکاتو کمېسیون د قره باغ-جاغوري سړک پروژې د جوړېدو په اړه د فوایدعامې وزارت پر وړاندیز چې په شرایطو برابرو شرکتونو سره د مذاکرې له لارې په تر ټولو ټیټ نرخ بحث وکړ او پرېکړه یې وکړه چې په لومړي پړاو کې د فواید عامې وزارت کولای شي له دوو هغو داوطلبو شرکتونو سره چې له نورو ټیټ نرخونه یې ورکړي، خبرې وکړي. که مذاکرې نتیجه ورنه کړه، په دې پروسه کې له ټولو شاملو شرکتونو سره دې مذاکره وشي.

ملي تدارکاتو کمېسیون دغه راز پرېکړه وکړه چې د افغانستان د شفافیت څار بنسټ او له فساد سره د مبارزې شبکه دې دغه بهیر وڅاري.

ملي تدارکاتو کمېسیون ۹ نور قراردادونه چې مجموعي ارزښت یې له ۱،۴ ميلیارد افغانیو څخه زیات دی، له بحث او ارزولو وروسته منظور کړل  چې ځينې پروژې یې په لاندې ډول دي:

-        د دوشي – پلخمري سب سټېشن پروژو د ډیزاین،  د اسنادو د ترتیب او ارزونې په موخه د مشورتي خدمتونو د قرارداد تعدیل (د قېمت له زیاتوالي سره تمدید)، د بامیان ولایت د سب سټېشن پراختيا او د نوي سب سټېشن  نصب، له دوشي څخه تر بامیان پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د انتقال لین، د بامیان ولایت د ۲۰ کیلو ولټه برېښنا توزیعي شبکه، د ګاونډیو هېوادونو تر منځ د ارتباطي لین تخنیکي مطالعه او د پیش پرداخت مېټرونو لپاره د مشخصاتو تخنیکي راپور چې یادې پروژې د افغانستان برېښنا شرکت تطبیقوي؛

-        د ښارجوړولو وزارت د مرکزي ریاستونو د اړتیا وړ  کمپیوټر او تجهیزاتود تهیه او تدارک  قرارداد؛

-        د مالیې وزارت اړوند د څلور عراده کرین قراداد تعدیل (د بیو د زیاتوالي پرته د مودې تمدید)؛

-        د کرنې او مالدارۍ وزارت اړوند (د ازبکستان جمهوریت څخه د ۱۰۰ زره متریک ټنه غنمو لېږد پروژې د قرارداد تعدیل (د بیې له زیاتوالي پرته د مودې تمدید)؛

-        د ۲۰۳ تندر او ۲۰۵ اتل قول اردوګانو اړوند د مراقبت برجونو او احاطوي دېوالونو د ساختماني چارو قراداد؛

-        د پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو لپاره د افغانستان د برېښنا شرکت د اړتیا وړ ډیزل تېلو د تدارک قراداد؛

-        د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د جنراتورونو د حفظ او مراقبت پروژې  د قراراد  تعدیل (د بیې له لوړوالي پرته د مودې تمدید)؛

په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د بیت الله شریف حاجیانو ته د دوه ډوله واکسین د تدارک  وړاندیز د قراردادي له لوري د شرایطو د نه پوره کېدو او لوړې بیې له امله بېرته ور وګرځول شو. په دې اړه لارښوونه وشوه چې د موضوع اهمیت او استعجالیت ته په کتو دې د ګډ پلاوي تر نظر لاندې د قرارداد بدیل کمېسیون ته په فوق العاده ډول وړاندې کړي.

سربیره پر دې د لوړو زده‎کړو وزارت د لابراتواري تجهیزاتو د تدارک پیشنهادي قرارداد هم بېرته ور وګرځول شو، دغه راز د کورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ دوه زرهي موټرو د تدارک قراداد د کمېسیون له لوري رد او اړوندو وزارتونو ته یې د وروستیو پړاوونو لپاره مشخصې لارښوونې وکړې.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په دغې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استا‌‌د محمدسرور دانش، د مالیې او عدلیې وزیرانو او د اقتصاد وزارت معین او سرپرست، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د سیګار او غوڅ ملاتړ سیستیکا او همدارنګه د مشرانو جرګې د مالي او بودجې کمېسیون  څارونکو، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ او فساد سره د مبارزې شبکې رئیسانو هم ګډون درلود.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement