د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ظاهر قدير: د تورې بوړې اويا سلنه برخه د داعش په کنټرول کې ده

ظاهر قدير: د تورې بوړې اويا سلنه برخه د داعش په کنټرول کې ده

Jul 17, 2017 - 16:49

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٦): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو يو استازى وايي چې اوسمهال د ننګرهار ولايت د تورې بوړې سيمې اويا سلنه برخه لا هم د داعش ډلې په واک کې ده.

نوموړي حکومت ته خبردارى ورکړ چې که دې موضوع ته پاملرنه ونه کړي، خلک به د کابل- جلال اباد لويه لاره بنده او مدني حرکتونه پيل کړي.

حاجې ظاهر قدير چې د جرګې په نننۍ ناسته کې يې خبرې کولې، وويل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ننګرهار په بېلابېلو برخو کې د داعش شتون پراخېږي او خلک هره ورځ قرباني ورکوي.

هغه افغان امنيتي ځواکونه چې اوسهمال د ننګرهار مختلفو سيمو کې د داعش پر وړاندې جګړه کوي، خپل اولاد وباله او زياته يې کړه: ((موږ چاته اجازه نه ورکوو چې امنيتي ځواکونه قرباني کړي، څه باندې دوه زره پوځيان په توره بوړه کې مېشت دي، خو عمليات درېدلي او هره ورځ موږ قرباني ورکوو.))

د نوموړي په خبره، اوسمهال د تورې بوړې اويا سلنه برخه د داعش ډلې تصرف کې ده او حکومت بايد د ولسي ځواک په کارونې سره دا ساحه چاڼ کړي، د تورې بوړې د ساتنې مسووليت دې ځايي خلکو ته وسپاري.

قدير زياته کړه، ځايي خلک چمتو دي چې د يادې شوې ساحې د ساتنې مسووليت پر غاړه واخلي.

هغه زياته کړه چې د داعش حضور د خلکو پر روحيه منفي اغېز کړى او حکومت دې ددغه سيمې د بېرته نيولو په برخه کې بېړنى اقدام وکړي.

د ننګرهار د خلکو دغه استازې خبردارى ورکړ او وويل: ((که حکومت څو ورځې نور هم اقدام ونه کړي، د ننګرهار خلک په مدني حرکتونه پيل کړي او د کابل- جلال اباد لويه لار به د داعش له شتون نه د تورې بوړې تر بشپړ خلاصون پورې د ترافيکو پر مخ وتړي.))

هغه زياته کړه چې خلک په ننګرهار کې د داعش له فعاليتونو ستړي شوي او بايد ددغه ډلې پر ضد جدي او رښتيني مبارزه وشي.

خو په ختيح کې د ٢٠١قول اردو وياند جګړن شيرين اغا وويل چې ګډو ځواکونو د نړيوالو ځواکونو په مرسته د چپرهار په توره بوړه کې عمليات پيل کړي چې په برياليتوب سره روان دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې چپرهار ولسوالي په ٢٤ ساعتونو کې له داعش ډلې پاکه شوه او د تورې بوړې ډېرې سيمې هم په درېيو ورځو کې د داعش ډلې له کسانو چاڼ شوې دي.

هغه زياته کړه، دا چې د تورې بوړې سيمه غرنۍ ده، نو ځکه خو عمليات په کې ټکني روان دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement