د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"له سیاسي او دیپلوماتیکو لارو د سیمه ییزو ګواښونو مخنیوی ممکن دی"

"له سیاسي او دیپلوماتیکو لارو د سیمه ییزو ګواښونو مخنیوی ممکن دی"

Jul 18, 2017 - 18:38

کابل (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٦): د افغانستان او قزاقستان چارواکو، د ترهګرۍ او سیمه ییزو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه د سیاسي او دیپلوماتيکو هڅو پر زياتېدو هوکړه وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې د دې څرګندونو تر څنګ راغلي چې افغان او قزاقستاني پلاوي د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د عملي کېدو په موخه د هوکړه لیک په جوړولو سلا شول.

سرچينه ليکې چې د دې هوکړه ليک نور پړاونه به د دواړو هېوادونو له خوا وروسته تعقیب شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته تللى دى.

سرچينه ليکي چې اتمر نن سې شنبې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال کمال دینوف ابزال او ورسره پلاوي سره ولیدل.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په دې کتنه کې ويلي چې په استانه کې د شانګهای سازمان د همکاریو سازمان ناسته ګټوره وه.

د شانګهاى سازمان اوولسمه ناسته تېره (غبرګولې) مياشت د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې جوړه شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ده د شانګهاى سازمان د غړو هېوادونو په دې ناسته کې د ترسره شویو ژمنو عملي کول او تعقیب او په ټوله کې د دې ډول بنسټونو شتون د سیمه ییزې ودې او ثبات لپاره مهم وباله.

هغه ويلي، قزاقستان په دې باور دی چې د روان میلادي کال په ورستیو کې د اسلامي همکاریو کنفرانس، چې په قزاقستان کې به ترسره شي د سیمې په ځانګړي توګه په اسلامي هېوادونو کې د روانو ګواښونو د مخنیوي په موخه د یووالي روحیه پیاوړې کوي.

ابزال ويلي چې په سیمه کې یوازې د اقتصادي همکاریو په موخه اجماع ستونزې نه شي هوارولی.

ده زياته کړې چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، سازمان شويو جرمونو او د نشه یی توکو د قاچاق د مخنیوي په موخه بايد سیمه ییزه اجماع رامنځته شي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په وينا، هېواد به یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې نړیوال مرکز  جوړ کړي.

سرچينه ليکي چې ده په دې برخه کې د افغانستان دولت د همکارۍ غوښته وکړه.

هغه ويلي:"افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو مخالفتونو او لېوالتیاوو قرباني دی او یوازې د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو په ترڅ کې يې روان بحران پای موندلی شي."

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په دې کتنه کې ويلي چې له تروریزم سره مبارزه د افغانستان له اوسنیو وړتیاوو پورته ده.

د هغه په خبره، په دې برخه کې د سیمې هېوادونو همکاري او ملاتړ ته اړتیا ده، ځکه چې تروریزم دا مهال د افغانستان له سرحدونو څخه بهر په یوه سیمه ییز ګواښ بدل شوی.

اتمر زياته کړې:"موږ په سیمه ییزه او نړیواله کچه مشترک دښمن ګواښي او اړتیا ده چې پر وړاندې يې مشترکه ستراتیژي او همغږي اقدامات ولرو تر څو د ترهګرۍ ګواښونه له منځه یوسو."

هغه ويلي چې د قزاقستان له ترهګرۍ سره د مبارزې د نړیوالو مرکز جوړېدل ښه اقدام دی او د کابل پروسې له هڅو سره د دغه مرکز  د پروګرامونو همغږي کول ګټور دي.

د کابل پروسې په ناسته کې چې د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون په تېره غبرګولې مياشت کې جوړه شوې وه، د افغانستان له وسله والو مخالفينو وغوښتل شول چې اوربند وکړي او د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي. د دې ناستې ګډونوالو وويل چې دولتونه بايد د ترهګريزو کړنو له تحريک او تمويل څخه ډډه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د سولې په پروسه کې د امریکا متحده ایالتونو، چین او پاکستان پر مثبت رول هم خبرې وشوې، دواړو لوريو د ترهګرۍ او سیمه ییزو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه د سیاسي او دیپلوماتيکو هڅو پر زياتېدو هوکړه وکړه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement