د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د داعش ۱۴ وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې د داعش ۱۴ وسله وال وژل شوي

Jul 18, 2017 - 17:14

جلال اباد (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې يې د هوايي او ځمکنيو توپچي بريدونو پر مهال ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې په وژل شوو داعشيانو کې بهرني وسله وال هم شامل دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل چې داعش ډلې ته يې دا مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې اړولې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شوو داعش وسله والو کې بهرني اتباع هم شامل دي او جسدونه يې په سيمه کې پاتې شويدي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو پر مهال د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي.

بلخوا د اچين ولسوالۍ يوې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه خپراوي په شرط پژواک اژانس ته وويل چې له پرون سهار راهيسې د دې ولسوالۍ په پېښې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او داعش ډلې ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وويل چې د جګړې پرمهال افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې؛ خو د داعش ډلې ۱۴ غړي يې د ځمکنيو او هوايي بريدونو پرمهال وژلي دي.

يادې سرچينې او د ننګرهار د والي وياند ډاډ ورکړی، چې د دغو بريدونو پرمهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا داعش وسله وال تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement