د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تخار کې طالبانو څلور کسان له داعش سره د اړیکو په تور وژلي

تخار کې طالبانو څلور کسان له داعش سره د اړیکو په تور وژلي

Jul 19, 2017 - 19:09

تالقان (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٦): د تخار امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت په درقد او خواجه بهاءالدین ولسوالیو کې څلور کسان له داعش سره د اړیکو په تور وژلي دي.

د دغه ولایت د امنیت امر سمونوال سید جهانګیر کرامت پژواک خبري اژآنس ته وويل، وسله والو طالبانو وړمه ورځ په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې ۱۲ کسان له داعش سره د اړیکو په تور نیولي وو چې تېره ورځ یې څلور کسان وژلي او ۸ نور لا هم ورسره بنديان دي.

ده زياته کړه: "دغه نيول شوي او وژل شوي د درقد او ينګي کلا هغه طالبان دي چې داعش ډلې ته اوښتي وو، دغه کسان د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې نیول شوي."

د هغه په وينا، تر اوسه داعش په تخار کې ښکاره فعالیت نه لري.

په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکي بيا وايي چې د دغو دوو ولسوالیو په ځینو سیمو کې تور بيرغ والا ډلې پیدا شوې دي.

د خواجه بهاءالدین اوسېدونکي نجم الدین پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ولسوالۍ په قرلدي او ایملجر سیمو کې تور بيرغ لرونکي ځواکونه پیدا شوي دي.

نوموړی وايي: ((په قرلدي او ایلمجر سیمو کې تور بيرغ والا ډلې پیدا شوي، داسې ښکاري چې دوی د داعش تبلیغي ډلې دي چې له بل ځایه راغلي، طالبانو تر اوسه ۱۲ کسان نیولي دي.))

د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي شکرالله پژواک ته وويل، د دې ولسوالۍ په نورخېلو او قول اباد سیمو کې یو شمېر پخواني طالبان داعشیانو ته تبلیغ کوي.

د هغه په وينا، طالبانو له داعش سره د اړیکو په تور څو کسان نیولي دي، خو د هغوی د برخلیک په اړه معلومات نه لري.

دی وايي: ((په هغو سیمو کې چې سلفیان اوسېږي، د طالبانو له لوري ورباندې فشار زیات دی، ځکه داسې ګومان کېږي چې دوی له داعش سره لېوالتیا لري. په درقد کې یو شمېر طالبان داعش ته تبلیغ کوي، خو طالبان یې نه پرېږدي.))

تېر کال هم یو شمېر کسانو په درقد ولسوالۍ کې د داعش بيرغ اوچت کړی وو چې د سیمې اوسېدونکو په خبره، د طالبانو له لوري وځپل شول او له منځه لاړل.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement