د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د داعش اووه وسله وال د خپل ماین چاودنې وژلي

د داعش اووه وسله وال د خپل ماین چاودنې وژلي

Jul 19, 2017 - 10:47

جلال اباد (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت پچيراګام ولسوالۍ کې د خپل ماین چاودنې له امله ۷ تنه داعش وسله ووژل شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د چنګاښ په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون د  پچيراګام ولسوالۍ د ګودرې په سیمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چاودېدونکي توکي چې داعش وسله والو ترې ماینونه جوړول، د ملتان جان په نوم د يوه کس په کور کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، داعش وسله والو په ياد کور کې ماينونه جوړول چې يو ماين پرې چاودنه کړې او اووه کسان یې وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، افغان ځواکونو په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش وسله والو ګڼ  چاودېدونکي توکي له منځه وړي.

د ننګرهار د والي وياند دا خبر تایيد کړ خو په دې اړه يې جزئیات ورنه کړل.

داعش وسله والو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement