د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ننګرهار کې سرحدي پوليسو ٢٥کيلوګرامه هيرويين ونيول

په ننګرهار کې سرحدي پوليسو ٢٥کيلوګرامه هيرويين ونيول

Jul 20, 2017 - 13:22

جلال اباد (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۶): سرحدي پوليسو د ننګرهار مومند درې ولسوالۍ اړونده سيمه کې  ۲۵ کيلوګرامه هيرويين ونيول.

په ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو د لوا مطبوعاتي مسوول ادريس مومند د يو خبري کنفرانس پرمهال وويل، د سرحدي لوا اړوند د شپږم کنډک پوليسو د لومړنۍ اطلاع پر اساس په يو سراچه موټر کې بار نشه يي توکي نيولي دي.

هغه وويل، د نشه يي توکو انتقالوونکو غوښتل، په ۲۵ پاکټونو کې بند شوي، ۲۵ کيلو ګرامه هيروين د مومندرې ولسوالۍ ګوړوکو سيمې ته انتقال کړي.

دی وايي، سرحدي پوليسو د خپلو استخباراتي معلوماتو پر اساس په سيمه کې چاپه اچولې او ياد توکي يې نيولي؛ خو عاملين يې په تېښته بريالي شوي دي.

نوموړی زياتوي، په سرحدي سيمو کې وسله وال مخالفين له نشه يي توکو ګټه پورته کوي او بيا ترې دولت ضد کړڼو کې کار اخلي.

خو د سرحدي پوليسو دغه مسول ډاډ ورکړ چې پوليس د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره چټک ګامونه اخلي او هېچاته به اجازه ورنه کړي چې د نشه يي توکو قاچاق وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement