د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بې پولې ډاکټرانو دوه کاله وروسته بيا کندوز کې روغتيايي خدمات پيل کړل

بې پولې ډاکټرانو دوه کاله وروسته بيا کندوز کې روغتيايي خدمات پيل کړل

Jul 22, 2017 - 16:44

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦) :  بې پولې ډاکټرانو تر  دوو کلونو وروسته، يو ځل بيا په کندوز ولايت کې روغتيايي خدمات پيل کړل.

دوه کاله مخکې د ١٣٩٤ لمريز کال د تلې مياشتې په ١١مه، امريکايي ځواکونو په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هوايي بريد کړى و، چې په ترڅ کې يې لسګونو ډاکټرانو، نرسانو، ناروغانو او پيوازانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د بې پولې ډاکټرانو نړيوال تنظيم هغه مهال ويلي وو چې په هوايي بريد کې د ډاکټرانو او ناروغانو په ګډون ٤٢ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. دا بريد وروسته له هغه شوى و چې وسله والو طالبانو د کندوز ښار او دغه روغتون نيولي و.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو ( اېم اېس اېف) د دفتر  يوې سرچينې د چنګاښ په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تر دوه کلن ځنډ وروسته يې نن په کندوز ولايت کې د روغتيايي خدماتو يو کلينيک پرانيست.

سرچينې زياته کړه، په دې مراسمو کې د کندوز مرستيال والي حشمت الله، د ډاکټرانو د ټولنې مشر عبدالستار غفور او دوو قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

په کندوز ولايت کې د بې پوله ډاکټرانو د تنظيم د ځايي دفتر  دغه غړى وايي، په دې کلينيک به دوى له شنبې څخه تر چهارشنبې ورځې پورې د سهار له اتو بجو تر څلورو بجو پورې د سطحي ټپيانو درملنه کوي.

سرچينه زياتوي، دوى د جګړو پر مهال، پېښو او د شکرې ناروغۍ له امله د رامنځته شوو سطحي ټپونو درملنه کوي.

دغه نړيوال تنظيم له خلکو غوښتي چې د سختو ټپونو لرونکي ناروغان دې ورته نه راولي، ځکه چې دوى يې د درملنې امکانات نه لري.

سرچينه وايي، که چېرې دوى ته د سختو ټپونو ناروغان راوړل شي؛ نو دوى به يې په خپلو امبولانسونو کې نورو روغتونونو ته ولېږدوي.

په کندوز کې تر بمبار وروسته ياد تنظيم ويلي، څو پورې چې د دوى د امنيت په اړه ضمانت ور نه کړل شي، بيا فعاليتونه نه پيلوي، په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې يادې سرچينې وويل،  له افغان حکومت سره به ډېر  ژر په دې اړه يو تړون لاسليک شي.

هغه زياته کړه، د دې تړون له مخې به د دوى د ټولو کارکوونکو د امنيت د خونديتوب ډاډ ورکړل شي او تر تړون وروسته به دوى په کندوز کې خپل لوى روغتون يو ځل بيا فعاله کړي.

بلخوا په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د نړيوال تنظيم ( اېم اېس اېف) د پروګرامونو مسووله  سېلويا ډالاټوماسينا ويلي، د دې کلينيک له پرانيستل کېدو سره دا په کندوز کې د دوى د روغتيايي فعاليتونو پيلامه ده.

نوموړې زياته کړې، د ا د دوى لپاره يو ډېر مهم قدم دى او ډېر ژر به له افغان حکومت سره يوې هوکړې ته ورسېږي.

هغې ويلي، دا کلينيک د پخواني روغتون ودانۍ ته نږدې په يوه کوڅه کې په فعاليت کړى او د سطحي ټپونو درملنه کوي.

د کندوز د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالمتين عاطف پژواک اژانس ته ومنله چې د بې پولې ډاکټرانو کلينيک نن پرانيستل شوى دى.

خو هغه زياته کړه، دوى په ډېره ټيټه کچه روغتيايي خدمات وړاندې کوي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement