د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتيا د لومړۍ درجې ولايتونو کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه

پکتيا د لومړۍ درجې ولايتونو کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه

Jul 22, 2017 - 12:21

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦) : د پکتيا ولايت کرکټ لوبډلې د لسو لومړۍ درجې ولايتونو ترمنځ د الکوزي سيد جمال الدين افغان يو ورځني جام اتلولي خپله کړه.

دا سيالۍ د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له خوا په ننګرهار او خوست ولايتونو کې د لسو لومړۍ درجې لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې چې پرون مازيګر د پکتيا په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو د اړيکو مسوول فريد هوتک د چنګاښ په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې سياليو پاى لوبې ته د کابل او پکتيا لوبډلو لاره موندلې وه.

هغه زياته کړه، پرون د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د دواړو لوبډلو ترمنځ د پاى لوبې پچه پکتيا وګټله او په ټاکل شويو ٥٠ اوورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٣٤ منډې جوړې کړې.

د پکتيا له لوري اکمل ۷۵، رياض ۴۰ او عابد ۳۳ منډې جوړې کړې او د کابل له لوري وقار ۳ او شاکر ۲ لوبغاړي وسوځول.

هوتک وايي، کابل لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په ٢٥ اوورونو کې په ٩٠ منډو وسوځېدله. د کابل له لوري په توپوهنه کې عصمت عمرزي ۳۵ او اسحاق ځاځي ۳۱ منډې جوړې کړې.
د پکتيا له لوري په توپ اچونه کې کبير علي خېل ۶ او احسان ۲ لوبغاړي وسوځول. کبير علي خېل د پاى لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ د استازو له لوري ګټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او لوبغاړو ته جايزې او کپونه ورکړشول.

ضياء الحق په دې سياليو کې تر ټولو زياتې ۲۷۱ منډې جوړې کړې وې چی د غوره توپوهونکي جايزه ورکړل شوه.
دغه راز وقار چې په دې سياليو کې يې ١٧ لوبغاړي سوځولي وو، د غوره توپ اچوونکي جازه يې ترلاسه کړه. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement