د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان د ١٩ کلنو نړيوال جام غوراوي سياليو کې پنځمه بريا خپله کړه

افغانستان د ١٩ کلنو نړيوال جام غوراوي سياليو کې پنځمه بريا خپله کړه

Jul 24, 2017 - 14:51

کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩٦) : د نړيوال جام د غوراوي سياليو په لړ کې افغان نولس کلنو ملي لوبډلې سينګاپور لوبډلې ته  يو ځل بيا په ستر توپير سره ماتې ورکړه.

د غوراوي دا يو ورځنۍ سيالۍ د کوربه هېواد سينګاپور، افغانستان، ماليزيا او نيپال په ګډون  تېره اونۍ پيل شوې دي.  او هره لوبډله له بلې سره دوه دوه لوبې کوي.

د افغانستان او سينګاپور ترمنځ د نننۍ لوبې پچه سينګاپور وګټله او افغان نولس کلنې لوبـډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه، افغان نولس کلنې لوبډلې په ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدلو سره ٣٠٤ منډې جوړې کړې او سينګاپور ته يې د ٣٠٥ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري تر ټولو زياتې منډې  ابراهيم ځدراڼ ۷۳، درويش رسولي ۷۱، طارق ستانکزي ۵۵، نويد عبيد ۲۹ او اکرام علي خېل ۲۷ منډې جوړې کړې.
د سينګاپور لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ په ۱۸ اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۸۱ منډې جوړې کړې او افغان نولس کلنو لوبډلې ته يې د ۲۲۴ منډو په توپير لوبه وبايلله.
د افغان نولس کلنو له لوري مجيب ځدراڼ ۴، يوسف ځاځي ۳، وفادار مومند، وقارالله اسحاقزي او شمس الله وليخيل يو - يو لوبغاړی وسوځولو.
ابراهيم ځدراڼ چې ۷۳ منډې يې کړې وې ، د لوبي غوره لوبغاړی اعلان شو.

سينګاپور ته په ماتې ورکولو سره افغانستان په دې سياليو کې پنځمه بريا خپله کړه او نړيوال جام ته د لار موندلو چانس يې زيات شو.

تر اوسه په دې سياليو کې افغانستان سينګاپور او ماليزيا ته دوه دوه ځلې او نيپال ته يو ځل ماتې ورکړې ده.

افغانستان به سبا خپله وروستۍ لوبه له نيپال سره ترسره کوي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement