د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني د ډېری سیمو ماشومان له واکسینه بې برخې دي

د غزني د ډېری سیمو ماشومان له واکسینه بې برخې دي

Jul 27, 2017 - 14:54

غزني ښار (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): د غزني د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي وايي چې له څو کلونو راهيسې يې کليو ته د واکسين ټېمونه نه دي ورغلي چې له امله يې ماشومان بې واکسينه پاتې دي.

د غزني د ده يک ولسوالۍ د ټپور سيمې اوسېدونکي خان محمد د زمري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه کاله مخکې د دوى سيمې ته د واکسين ډلې ورغلې وې.

هغه وايي: ((له هغه نه وروسته څوک دلته نه دي راغلي او زموږ ډېر خلک پر دې هم نه پوهېږي چې واکسين څه شى دى او ولې ماشومانو ته ورکول کېږي.))

د خان محمد په اند د دوى سيمې ته ځکه د واکسين ډلې نه ورځي چې له وسله والو طالبانو څخه ويره لري.

دغه راز د قره باغ ولسوالۍ د ګاوميشک د سيمې اوسيدونکي عبدالعليم پژواک ته وويل چې په تيرو څو کلونو کې د دوى سيمې ته د واکسين ډلې نه دې ورغلي.

هغه وايي: (( د دې سيمې لپاره چې کوم د واکسين مسوولين دي، واکسين راوړي خپل کور کې يې خپلو ماشومانو ته کوي او نور يې بيا د خاورو لاندې کوي نورو ته يې نه ورکوي.))

د هغه د معلوماتو له مخې په دې سيمه کې نږدې اته سوه کورنۍ ژوند کوي چې ماشومان يې له واکسين څخه پاتې دي.

همدارنګه د اندړو ولسوالۍ د زړې کلا اوسېدونکی محمد امان بيا وايي چې د دوى په سيمه کې طالبان د واکسين ډلو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي.

هغه وايي: ((دا چې دلته واکسين نه راځي نو زه به لس داسې کسان درته وښيم چې همدا اوس فلج دي، د چا لاس کار نه کوي او د چا پښه.))

د يادو سيمو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او په اړوند برخه کې یې د چارواکو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

خو بل لور ته بيا په غزني ښار کې د مدني ټولنې غړي محمد کاظم رسولي پژواک ته وويل چې د واکسين تر څنګ د دغه ولايت اوسېدونکي په نورو روغتيايي برخو کې هم ستونزې لري.

ده وويل: ((په ډېرو ولسواليو کې زموږ روغتيايي مرکزونه فعال نه دي، کله چې روغتيايي مرکزونه فعاله نه وي نو د واکسين ډلې به هلته څنګه لاړې شي.))

ده ټينګار وکړ چې د واکسين د تطبيق لپاره بايد د سيمې خلک په دې پروسه کې وګومارل شي.

د يادو څرګندونې په غبرګون کې په غزني د روغتيا نړيوال سازمان مسوول ډاکتر فضل احمد حنيف پژواک ته وويل چې د نا امنيو له امله ځينې سيمې د ګوزڼ واکسين له تطبيق څخه پاتې دي.

ده زياته کړه: ((ګاميشک او ځيني نورې سيمې له واکسينه پاتې دي، خو هلته چې هر وخت حالات ښه شي موږ ټېمونه ور لېږو.))

د هغه د معلوماتو له مخې، سږ کال تر دې مهاله په غزني کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د حنيف په وينا، دوى پلان لري چې د پوليو په راتلونکي کمپاين کې د غزني ٣٤١زره ماشومانو ته واکسين وکړي.

بل لور ته وسله وال طالبان وايي چې د ګوزڼ او نورو واکسينونو پر وړاندې دوى هېڅ ډول ستونزې نه جوړوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، خو دغه واکسين بايد د هغو کسانو لخوا تطبيق شي چې طالبان يې وپيژني.

د مجاهد په وينا، هغه کسان چې طالبان يې ونه پېژني په سيمه کې د واکسين تطبيق ته نه پرېږدي؛ ځکه ډېرى يې جاسوسان دي.

هغه زياته کړه: (( موږ داسې اسناد لرو چې د واکسين په نوم يې د طالبانو کورونه په نښه کړي دي.))

د يادونې ده، تېر کال په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ناورغۍ ١٢ مثبې پېښې ثبت شوې وې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement