د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د داعش ۸ وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې د داعش ۸ وسله وال وژل شوي

Jul 27, 2017 - 13:27

جلال اباد (پژواک، ۵ زمری ۹۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په اچین ولسوالۍ کې يې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د داعش ۸ وسله وال وژلي دي.

د چارواکو په وينا چې په ياد بريد کې د وسله والو يو مهم پټنځای هم له منځه وړل شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله د زمري په ۵مه پژواک ته وويل چې د اچین ولسوالۍ په وچ کوټ سیمه کې تېره شپه د وسله والو پر يوه پټنځای هوایي برید شوی.

هغه وويل، د برید له امله ۸ تنه داعش وسله وال ووژل شول او د هغوی یو مهم پټنځای په بشپړ ډول تخریب شو.

دی وايي، په دغه برید کې بل چا ته کوم زیان نه دی اوښتی.  داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement