د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حديد: له ارګ سره د بلخ د والي مخالفت خلک اندېښمن کړي

حديد: له ارګ سره د بلخ د والي مخالفت خلک اندېښمن کړي

Jul 30, 2017 - 11:02

مزارشريف (پژواک، ٨ زمری ۹۶): د بلخ ولايت مدني فعالان او ولايتي شورا وايي چې د والي عطامحمد نور او ارګ ترمنځ شته سياسي مخالفت د دغه ولايت پر حکومتي چارو منفي اغېز کړی دی.

دوی همداراز وايي چې له حکومت سره د حکومت دننه مامورينو مخالفت د خلکو باور زيانمنوي.

که څه هم د بلخ د والي عطامحمد نور او ولسمشر محمداشرف غني ترمنځ د خبرو ګونګوسې تر سياسي ملګرتيا پورې رسېدلې وې، خو د کوچني اختر په شپو ورځو کې په ترکيه کې د افغان حکومت پر وړاندې د جوړ شوي ايتلاف له امله د ارګ او عطامحمد نور اړيکې يو ځل بيا خړې پړې شوې.

دغه ايتلاف د شمال زون د وتلو سياسي مشرانو، د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم، د اجرائيه رياست دويم مرستيال حاجي محمد محقق او د بلخ والي عطامحمد نور په ګډون جوړ شو.

د بلخ والي له ترکيې څخه مزارشريف ښار ته له راتګ سره سم، د سلګونو خلکو غونډې ته د وينا پر مهال جوړ شوی ايتلاف د حکومت پر وړاندې د نظام د ساتنې لپاره يوه اړتيا وبلله.

نوموړي پر حکومت نيوکې وکړې او د څو کسانو په ولکه کې يې وباله.

د بلخ مدني فعالان وايي چې که څه هم په نوره نړۍ کې ورته سياسي مخالفتونه عادي وي؛ خو په افغانستان کې دغه ډول سياسي مخالفيتونه ستونزې پيدا کوي.

په مزارشريف ښار کې د خط نو ټولنې مسوول قادر مصباح په دې اند دی چې په افغانستان کې له لوړپوړو حکومتي چارواکو او حکومتي مامورينو تر مدني او اقتصادي حرکتونو پورې هېڅوک بنسټيز فکر نه کوي.

نوموړي پژواک ته وويل چې دوی خپلې شخصي ګټې پر ټولنيزو ګټو باندې لوړې ګڼي.

هغه د بلخ د والي عطامحمد نور او د ارګ ترمنځ د شته سياسي اختلاف په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وويل چې دلته دغه ډول سياسي جنجالونه او اخ و ډب د سرمايې موندنې لپاره کېږي.

ده زياته کړه: ((په دې برخه کې چې يواځېنې اړخ هېرېږي، ټولنه او خلک دي.))

مصباح، پاکستان او ايران په افغانستان کې په هر اړخيزې لاسوهنې تورن کړل، ويې ويل، دغه ډول هېوادونه له شته سياسي مخالفيتونو ناوړه ګټه پورته کوي.

د هغه په وينا، دوی په همدې هڅه کې دي څو داسې اړخونه پيدا کړي چې افغان حکومت له ستونزو سره مخ کړای شي.

مصباح همداراز د بلخ د والي او ارګ ترمنځ شته سياسي اختلاف د دغه ولايت پر پراختيايي چارو او د خلکو پر باورونو منفي اغېز ښندونکی وباله.

نوموړي زياته کړه چې په دغسې حالت کې حکومتولي تر پوښتنې لاندې راځي.

د هغه په وينا، هغه باور چې د پانګونې، ټولنيزې همغږۍ او سوداګرۍ لپاره موجود وي، له ګواښ سره مخ کېږي.

د مزارشريف ښار عام خلک هم وايي چې له يو ډول اندېښنې سره مخ دي چې خدای مه کړه د والي او ولسمشر ترمنځ سياسي اختلاف د بلخ امنيت او ثبات ته ګواښ نه شي.

د مزارشريف اوسېدونکي سيد عالم پژواک ته وويل: ((بلخ خو څه بېل ملک نه دی چې موږ يې پر وړاندې ډېره اندېښنه ونه لرو، دا هم د افغانستان برخه ده؛ نو والي چې يې له جمهور رييس سره مخالف وي، حتماً خلک اندېښمن کېږي.))

نوموړي زياته کړه چې د نا امنۍ او جګړې اندېښنې ورسره دي چې خدای مه کړه بلخ ناامنه نه شي.

هغه د بلخ د والي تر څنګ له ولسمشره جدي غوښتنه وکړه چې بايد دوی هره کړنه د خلکو د خير او د هېواد د پرمختګ لپاره ترسره کړي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکتر محمدافضل حديد هم وايي چې له ارګ سره د دغه ولايت د والي عطامحمد نور مخالفت او پر وړاندې يې غږ پورته کولو خلک اندېښمن کړي دي.

نوموړي پژواک ته وويل چې د خلکو په روحيه کې بدلون راغلی دی.

هغه زياته کړه: ((خدای مه کړه امنيت خراب نه شي، جګړه ونه شي، بې ثباتي رامنځته نه شي، دا هغه پوښتنې دي چې خلک يې له موږ کوي.))

خو نوموړي د هيله مندۍ تر څنګ جدي غوښتنه هم کوله چې لوړپوړی چارواکي دا حق نه لري چې خلک په اندېښنه کې واچوي.

د ولايتي شورا رييس ارګ ته په اشارې سره وويل چې بايد د خدمت کولو هغه ژمنې پوره کړي چې د کمپاينونو پر مهال يې له خلکو سره کړې او تر دې دمه يې پوره کړې نه دي.

خو د بلخ ولايت مطبوعاتي مسوول منير فرهاد پژواک ته وويل چې د والي عطامحمد نور او ارګ ترمنځ سياسي اختلاف د دغه ولايت پر حکومتولۍ هېڅ منفي اغېز نه دی کړی.

نوموړی پژواک اژانس ته وويل چې په بلخ ولايت کې پراختيايي چارې، له مرکز سره دولتي اړيکې، دفترداري او رسميات په سمه توګه پر مخ ځي.

د هغه په وينا، حکومت يو شخص پورې تړلی نه وي، بلکې د يو هېواد د يو ولايت چارې د هغه ولايت له خلکو سره نېغې اړيکې لري چې له امله يې هر څه سم روان دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement