د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د داعش ډلې څلور غړي نيول شوي

ننګرهار کې د داعش ډلې څلور غړي نيول شوي

Jul 30, 2017 - 15:48

جلال اباد (پژواک، ۸ زمری ۹۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د ملي امنيت منسوبينو او پوليسو له لوري په دغه ولايت کې د داعش ډلې څلور غړي نيول شوي چې دوه يې تنکي ځوانان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږیاڼي د زمري په ۸مه پژواک اژانس ته وويل چې د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې، هسکې مېنې پچير اګام او چپرهار ولسواليو مربوطاتو کې د داعش درې غړي له اوو ايکم مخابرو سره ونيول شول.

هغه د ننګرهار د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې وويل، د جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند فارم هډې سيمه کې يې د امير خان په نوم د داعش ډلې غړی له اوو ايکم مخابرو سره يو ځای نيولی چې هسکې مېنې ولسوالۍ ته يې د داعش ډلې يو قوماندان ته لېږدولې.

نوموړي زياته کړه، د شمس الرحمن په نوم شپاړلس کلن هلک چې د چپرهار ولسوالۍ په تريلي سیمه کې نيول شوی، وايي چې شپږ مياشتي کېږي له داعش وسله والو سره يو ځای شوی او د تخريبي کړنو په موخه يې روزنه ورکړې ده.

د والي ویاند دا هم وویل، عزت الله چې اصلي د کونړ ولايت دی د ننګرهار ولايت پچیراګام ولسوالۍ تورې بوړې ته نږدې په داسې حال کې نيول شوی چې غوښتل يې د داعش له وسله والې ډلې سره يو ځای شي.

هغه وويل، نيول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او په ملي امنيت رياست کې تر پوښتنو لاندې دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ د احمدخېلو په سيمه کې پولیسو د افريدي په نوم د داعش وسله والې ډلې غړی ونيو.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال په دې اړه پژواک ته وويل چې د داعش نيول شوی غړی د ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او غوښتل يې چې ګورګورۍ سیمه کې تخريبي کړنې ترسره کړي.

دی وايي، نيول شوي داعش وسله وال پر خپل جرم اعتراف کړی او اوس په امنيې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دی.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement