د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بلخ کې ځیني هټۍ وال د زورواکو له کړنو په تنګ راغلي

په بلخ کې ځیني هټۍ وال د زورواکو له کړنو په تنګ راغلي

Jul 30, 2017 - 17:24

مزارشريف (پژواک، ۸ زمری ۹۶): د بلخ ولايت د مزارشريف ښار ځيني هټيوال وايي چې زورواکي يې عادي دوکاندارۍ ته نه پرېږدي.

له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د مزارشريف ښار ختيځ لور ته د مهرايين  په نامه د سبزي او مېوو منډيي په مارکېټ کې دوکانونه بند دي، چې هټيوال يې لامل يې سيمه ييز زورواکي بولي.

دوی وايي، تېره شپه يې پر مارکېټ اوبه ور پرېيښې، سبزي او مېوې يې ورته ميدان ته اچولي او ځيني دوکانونه يې لوټ کړي دي.

د بلخ ولايتي شورا د يادې ستونزې د پخلي تر څنګ وايي چې دغه چاره د مافيايي کړيو له خوا د ښاروالۍ په مرسته ترسره شوې ده.

د مهرايين مارکېټ هټيوال محمد قاسم وايي چې له تېرې يوې اوونۍ د زورواکو له خوا ځورول کېږي او بازار پرې بند شوی دی.

نوموړي زياته کړه: ((تاسو راشئ له نږدې يې وګورئ، د شپې راغلي هټۍ يې لوټ کړې دي، تله او ترازو يې ميدان کې اچولي او پر مارکېټ يې اوبه ور خوشې کړې دي.))

هغه له ولايت مقام، ښاروالۍ او امنيې قومنداني څخه شکايت کوي چې ولې يې څوک پوښتنه نه کوي.

د همدغه مارکېټ بل هټۍ وال عبدالقادر وايي، د شپې چې کله دوی کورونو ته ولاړ شي، وسله وال راځي، د هټيو دروازې يې ورماتوي، هټۍ يې چپه کوي، روميان او نوره سبزي يې د باندې غورځوي او مارکېټ ته يې اوبه خوشي کوي.

نوموړي زياته کړه چې دوی يوازې د قانون غوښتنه کوي.

د بلخ ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ هم د ياد مارکېټ د هټيوال شکايتونه پر ځای بولي.

نوموړي زياته کړه چې دغه مارکېټ يې له نږدې کتلی چې اوبه په کې ولاړې وې او ټولې هټۍ يې بندې وې.

هغه د چا نوم وانه خيست خو ويې ويل: ((له بده مرغه دغه کار د ښاروالۍ په مرسته ځينو مافيايي کړيو کړی دی.))

کاکړ وويل چې دغه مارکېټ د پښتي بانک په ملکيت کې د خصوصي سکتور له خوا جوړ شوی او هېڅوک يې مخنيوی نه شي کولی.

نوموړي زياته کړه چې د اساسي قانون له مخې هر افغان په هر ځای کې د خپل ژوند چارې او سوداګري پر مخ وړلی شي.

بلخوا د مزارشريف ښاروال نصيراحمد عيني په ياده پېښه کې د ښاروالۍ لاس لرل په پوره توګه ردوي.

نوموړي پژواک ته وويل چې پېښه د خصوصي سکتور د دوه سوداګرو ترمنځ راغلې چې دوی يې د حل کېدو هڅه کوي.

د بلخ ولايت مقام مطبوعاتی مسوول منير فرهاد پژواک ته وويل چې د بلخ والي د يادې پېښې او مهرايين په نامه د سبزي او مېوو مارکېټ د ستونزې د حل په موخه پلاوی ټاکلی دی.

نوموړي زياته کړه چې په دغه پلاوي کې ولايتي شورا، ښاروالي او د ياد مارکېټ هټيوال شامل دي.

د هغه په وينا، له پلاوي غوښتل شوي چې د قانون په رڼا کې د پخوانيو اسنادو له مخې دې موضوع په هر اړخيزه توګه وڅېړل شي.

منير ډاډ ورکړ چې هېڅوک له قانون څخه پورته نه دي او دوی د قانون عملي کېدو ته ژمن دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement