د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

زابل کې چاودنې درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

زابل کې چاودنې درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

Jul 31, 2017 - 15:20

کابل ( پژواک، ٩ زمرى ٩٦) : په زابل ولايت کې د يوې نښتې پر مهال درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د شهرصفا ولسوالۍ ولسوال  عبدالصمد دراني د زمري په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته وشوه.

هغه زياته کړه، د ولسوالۍ د خارانو په سيمه کې د راکټ يو مرمۍ د ملکي وګړو پر کور لګېدلې چې له امله يې يوه ماشومه وژل شوې، يو ماشوم هلک او يوه پېغله نجلۍ ټپيان شوي دي.

د ولسوال په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement