د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کونړ کې ٧ داعش وسله وال وژل شوي

په کونړ کې ٧ داعش وسله وال وژل شوي

Jul 31, 2017 - 19:29

اسعد اباد (پژواک ٩ زمرى ٩٦): د کونړ امنيتي مسوولين وايي، په وټه پور ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ٧ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د دې ولايت امنيه قومندان پاسوال جمعه ګل همت، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد د ايتلافي ځواکونو له خوا نن له غرمې مخکې يوولس بجې د وټه پور د ټالونو په نوم يوې غرنۍ سيمه کې د داعش وسله والو په يوه مرکز شوى دى.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې د يوه قومندان په ګډون، ٧ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دې پېښه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement