د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ والي: د حکومت کږې پښې ور سموو

د بلخ والي: د حکومت کږې پښې ور سموو

Aug 01, 2017 - 17:11

مزارشريف (پژواک، ۱۰ زمری ۹۶) د حکومت يو شمېر لوړپوړو چارواکو د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د حکومت پر ضد غونډه وکړه.

د مزارشريف ښار د روضې سوېل لور ته د شاديان سړک پر چوک د زمري په ۱۰مه د افغانستان ژغورنې په نامه د شمال زون د ځينو سياسي مشرانو د نوي جوړ شوي ايتلاف په ملاتړ غونډه وشوه، چې د بلخ د والي عطامحمد نور او د اجرائيه رياست د دويم مرستيال محمد محقق په ګډون د جنبش، جمعيت او حزب وحدت ګوندونو سره تړاو لرونکو عامو خلکو او د پارلمان وکيلانو په کې برخه اخيستې وه.

د دې غونډې له امله د مزارشريف ښار د مرکزي سيمې سوداګريز مارکېټونه او هټۍ تر غرمې بندې وې، پر لويو لارو د موټرو پر ګرځېدو بنديز لګېدلی و او په دولتي ادارو کې د نورو ورځو په څېر مراجعين او چارې نه وې.

د بلخ والي عطاء محمد نور يادې غونډې ته خپلې خبرې د تېر په څېر د ارګ پر خلاف څرګندونو پيل کړې.

نوموړي وويل: ((موږ به خپله مبارزه روانه ساتو، موږ د دې حکومت کږې پښې ورسموو.))

هغه د ارګ پر واکدارانو غږ وکړ، تر هغه چې د قدرت انحصار د څلورو پنځو کسانو له ولکې ونه وځي، نو د واک پاتې به يې ورته ناشوني شي.

د جمعيت ګوند اجرائيه رييس او د بلخ والي عطامحمد نور د حکومت اجرائيه رياست د ځان مقابل کې ونه ګڼل، بلکې ارګ يې د قدرت پر انحصار او سياسي تبعيض تورن کړ.

نوموړي همداراز د تدارکاتو کمېسيون په فساد کې ښکېل وباله.

نور د امنيتي ارګانونو لوړپوړي چارواکي بې کفايته وبلل او زياته يې کړه: ((دا ګوډو مات مو در خپل کړئ، موږ ته نه دي په کار. نور يې زغم نه لرو او نه یې هم منلی شو.))

هغه نړيوالې ټولنې ته وويل چې په افغانستان کې د خپلو پيسو مصرفولو ته فکر وکړي، هغه دې د ډيموکراسۍ او پرمختګ لپاره ولګوي.

يادې غونډې ته د اجرائيه رياست دويم مرستیال او د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق هم خبرې وکړې.

نوموړي د جنرال دوستم د قضيې په تړاو نړيواله ټولنه، امريکا او اروپا د افغانستان په کورنيو چارو کې پر لاسوهنه تورن کړل.

هغه زياته کړه: ((له ټاکنو وړاندې جنرال دوستم ښه سړی و؛ نو له ټاکنو وروسته ولې بد سړی شو چې مخالفت يې کېږي.))

محقق وويل، جنرال دوستم ته بايد اجازه ورکړل شي چې پرته له قيد او شرطه بېرته خپل وطن ته راشي.

غونډې ته عزيزالله کارګر له خوا د جمهوري رياست د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند رهبر جنرال عبدالرشيد دوستم پيغام واورول شو.

نوموړي د افغانستان ژغورنې ايتلاف د نظام پر خلاف نه، بلکې د نظام په ننګه وباله.

يادې غونډې ته د بلخ ولايت له بېلابېلو ولسواليو د جنبش، جمعيت او حزب وحدت ګوند پلویان راغلي وو.

د غونډې له امله تر غرمې پورې د ښار سوداګريز چارې بندې وې.

د مزارشريف ښار د بلخ دروازې هټۍ وال محمد قسيم پژواک ته وويل چې دوی په سياست کې هېڅ کار نه لري؛ خو هيله کوي چې د دوی ورځنۍ مزدورۍ ته زيان ونه رسوي.

نوموړي وويل چې له پرونه ورته ويل شوي وو چې سبا بايد دوکان بند وساتي.

د هغه په وينا، د يوې ورځې دوکان بند پاتې کېدل د ښار ټولو دوکاندارانو ته مالي زيان اړولی چې له خپلو سياسي مشرانو يې د ورته عمل تمه نه لرله.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement