د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په سمنګانو کې د "ولسي تړون" پروګرام پيل شو

په سمنګانو کې د "ولسي تړون" پروګرام پيل شو

Aug 02, 2017 - 20:23

کابل (پژواک،١١زمرى٩٦): په سمنګانو کې د ولسي تړون پروګرام پيل شو او ټاکل شوې ده چې په لومړي ګام کې د دغه پروګرام له خوا د دې ولايت په درې ولسواليو کې ١٧٤پراختيايي شوراګانې جوړې شي.

د ولسي تړون پروګرام کابو يو کال مخکې پيل شوى دى. د رپوټونو له مخې، د ولسي تړون د پروګرام لګښت چې د ملي پيوستون پروګرام پرځاى رامنځ ته شوى، يو  ميليارډ ډالر اټکل شوى دى.

 نړيوال بانک او د اسيا پراختيايي بانک ژمنه کړې چې د دغه پروګرام په تمويلولو کې به له افغانستان سره مرسته کوي.

چارواکي  وايي چې دغه پروګرام، د ملي پيوستون پروګرام پرځاى رامنځ ته شوى او د هغو له لارې ټولګټې پروژې عملي کېږي.

د سمنګانو د کليو د پراختيا رييس انجنير عبدالرب حکيمي نن په هغو مراسمو کې چې په ياد شوي ولايت کې د دغه پروګرام د پيل په مراسمو کې جوړ شوي و، وويل چې د دغه پروګرام له لارې به د ځمکو د خړوبولو لپاره د ويالو جوړولو، د څښاک د پاکو اوبو برابرولو، روغتيا او پوهنې پروژې د خلکو له خوا ټاکل کېږي او دولت به يې تمويلوي.

ده زياته کړه، ياد شوى پروګرام په لومړي ګام کې د دغه ولايت په خرم سارباغ، روى دواب او حضرت سلطان ولسواليو کې پېلېږي او وروسته به نورو ولسواليو ته هم پراخ شي.

چارواکو ويلي چې ټاکل شوې ده دغه پروګرام په راتلونکو لسو کالو کې د هېواد په ټولو ولايتونو کې عملي شي.

حکيمي په ډاګه کړه چې په لومړي ګام کې په حضرت سلطان ولسوالۍ کې ٥٥ پراختيايي شوراګانې، په خرم سارباغ کې ٢٥ او په روى دواب ولسوالۍ کې د کليو ٦٧پراختيايي شوراګانې جوړېږي.

د هغه په وينا، د دغو شوراګانو غړي به د هر کلي د اوسېدونکو ترمنځ د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي.

هغه وويل، له حکومت سره د خلکو د اړيکو ښه کېدل، د بنسټيزو خدمتونو تامين او د بېوزلۍ کمېدل او نور د ولسي تړون د پروګرام موخې دي.

د سمنګان د حضرت سلمان ولسوالۍ د "قرقيه ازبکيه" کلي د پراختيايي شورا مشر ملا محمد هاشم په  داسې حال کې چې د ولسي تړون د پروګرام له پيلېدو څخه يې هرکلى وکړ، ويې ويل، د ملي پيوستون په پروګرام کې يې سيمې ته له ازبکستان هېواد څڅه وارداتي برېښنا راوستل شوه او د دې ترڅنګ د قرقيه ازبکيه کلي څخه تر حضرت سلطان ولسوالۍ پورې پر ٣کيلومتره سړک کريړ اچول شوى دى.

نوموړي وويل چې د دوى د سيمو مهمه ستونزه د څښلو د پاکو اوبو کمښت دى. ده زياته کړه چې د خپلې اړتيا وړ اوبه له ٢ تر ٣کيلومتره لرې سيمې څخه په خرو راوړي او غواړي چې دغه ستونزه د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې حل کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement