د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

باميانو کې پراختيايي پروژې ګټې اخيستو ته وسپارل شوې

باميانو کې پراختيايي پروژې ګټې اخيستو ته وسپارل شوې

Aug 06, 2017 - 16:52

باميان (پژواک، ١٥ زمرى ٩٦): د کليو او پراختيا وزير باميانو ولايت ته د سفر په ترڅ کې په ياد ولايت کې يو شمېر پراختيايي پروژې ګټې اخيستو ته وړاندې کړې او دغه راز د يو شمېر نورو پروژو د عملي کولو کار هم پيل شو.

د کليو او پراختيا وزير نصيراحمد دراني له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل، چې باميانو ولايت ته يې د راتګ موخه د دوه نيم مليون ډالرو په لګښت د بودا مجسمې مخې ته د تيږو له يوه کيلومټر د زيات سرک پخول، د څښاک اوبو د دوه پروژو پرانېسته او د کليو او پراختيا وزارت د اړونده پروژو ارزونه ده.

هغه زياته کړه چې پر دې سربېره د شپږ ميليونه افغانيو په ارزښت د باميانو مرکز د داوتي د اوبو رسولو پروژه چې ١٣ کيلومټره اوږدوالى لري؛ ګټې اخيستو ته وړاندې شوه چې شا وخوا ٢٥٠ کورنۍ ترې برخمنې کېږي، چې له دې پرته د ١٤ مليون افغانيو په ارزښت د ٢٨ کيلومټره اوږدوالي په اندازه پروژه پيل شوه چې له يادې پروژې به هم ٥٥٠ کورنۍ برخمنې شي او ياده پروژه به د دريو مياشتو په موده کې بشپړه شي.

د کليو او پراختيا وزير د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې له يادو دوو پروژو د ياد ولايت اوسېدونکو ته ٩٠٠ کاري ورځې رامنځته شوې، چې پر دې سربېره ورته د اوبو رسولو او څښاک اوبو اسانتياوې هم رامنځته شوې.

دغه راز نوموړي زياته کړه چې د کليو او پراختيا وزارت د باميان ولايت له توليدي ټولنو سره څلور مليون بلاعوضه مرسته کوي، څو توليدي برخه غوره پراختيا ومومي او د لاسي صنايعو په برخه کې به له خصوصي متشبثينو سره هم ٢٤ مليون افغانۍ مرسته وشي.

د باميانو والي محمدطاهر زُهير، باميانو ولايت ته د کليو او پراختيا او عدليې وزيرانو سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او ويې ويل، چې دغه راز د عدليې وزارت هم په ياد ولايت کې د ٥٠٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت؛ د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د بنسټ ډبره کېښوده.

هغه زياته کړه چې د کليو او پراختيا وزير پراختيايي پروګرامونه هم د باميانو ولايت لپاره ډېر اغېزناک  او مثبتې پايلې لري او هيله ده، چې دا ډول پروګرامونه د باميانو محرومو خلکو لپاره ګټورې پايلې ولري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement