د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مک مسټر: سپینه ماڼۍ د افغانستان په اړه د پاکستان په چلند کې بدلون غواړي

مک مسټر: سپینه ماڼۍ د افغانستان په اړه د پاکستان په چلند کې بدلون غواړي

Aug 06, 2017 - 12:59

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٦): د امريکا د ملي امنيت سلاکار مک ماسټر د ولسمشر ټرمپ له هغې تګلارې دفاع کړې چې وايي افغان جګړه به ګټي.

که څه هم ولسمشر ټرمپ تر دې مهاله د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي نه ده په ډاګه کړې خو مک مسټر وايي چې په دې اړه يې يو لړ تصميمونه نيولي دي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار مک ماسټر  وايي چې دا ټول تصميمونه به سره يو ځای شي او پر داسې يوه سيمه ييزه ستراتيژۍ به بدل شي چې د هغه په وينا، محسوسه او اغېزناکه وي.

تر دې مخکې د امريکا ولسمشر ټرمپ پنټاګون ته واک ورکړی و چې د افغان جګړې په اړه يو لړ تصميمونه ونيسي.

مک مسټر په ورته وخت کې ويلي، سپینه ماڼۍ غواړي د افغانستان له موضوع سره د لېوالو هیوادونو لکه پاکستان په چلند کې هم بايد بدلون راشي.

د هغه په وینا، که څه هم پاکستان له طالبانو سره جګړه کې مرسته کړې، خو په طالبانو کې د ښه او بد انتخاب يې کړی دی.

د امريکا د ملي امنیت سلاکار وايي چې هیواد يې غواړي د پاکستان په پاليسۍ کې ريښتينی بدلون وويني.

هغه زیاته کړه، چې ولسمشر يې په ډاګه ويلي چې نور د طالبانو او له هغوی سره د تړلو ډلو د ملاتړ پر وړاندې حوصله نه شي کولای.

هغه زياته کړې، ولسمشر ټرمپ په ډاګه کړې چې نور له طالبانو او نورو ډلو هر ډول ملاتړ امریکا ته د زغم نه دی.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement