د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې پر رينجر موټر د ماين چاودنه کې دوه تنه ټپيان شول

په کابل کې پر رينجر موټر د ماين چاودنه کې دوه تنه ټپيان شول

Aug 06, 2017 - 20:02

کابل (پژواک ١٥ زمرى ٩٦): د کورنيو چارو وزارت مسوولين وايي، د کابل ښار په درېيمې حوزې کې د امنيتي ځواکونو پر رينجر موټر د ماين چاودنه شوې او د امنيتي ځواکونو دوه تنه په کې ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو مشر مل پاسوال همايون عيني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن ماښام په ٧:٢٠ بجو د پل سوخته سيمې ته نږدې په ګولايي دواخانه کې شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې دوه امنيتي ځواکونه ژوبل شوي دي.

خو په سيمه کې يوه عيني شاهد احمدشاه بيا پژواک ته وويل چې دغه چاودنه د پوليسو پر موټر شوې او په کې درې پوليس ټپيان دي، چې د يوه روغتيايي حالت نازک و.

د هغه په وينا، تر چاودنې وروسته رينجر موټر اور واخيست چې د اطفايې له خوا مړ کړاى شو.

د دې پېښې مسووليت چا نه دى منلى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement