د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"وروستي ایتلافونه ملي نه دي، حکومت يي باید مخنیوی وکړي"

"وروستي ایتلافونه ملي نه دي، حکومت يي باید مخنیوی وکړي"

Aug 07, 2017 - 15:35

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٦): د لویې پکتیا ځوانانو ګډه جرګه له اوسني نظام څخه ملاتړ کوي او له حکومت څخه غواړي چې "د ملي ګټو ضد خوځښتونو" مخنیوی وکړي.

د يادې جرګې مشر ډاکټر حکیم سرتېر نن کابل کې د دې جرګې د يو شمېر کسانو په ګډه خبري ناسته کې وويل چې د لویې پکتیا ځوانانو ګډه جرګه د (لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا) له شلو مدني ټولنو جوړه ده.

د يادې جرګې مشر وايي: "د ځینو سیاسي کړیو تر منځ جوړ جاړی د ملي ګټو پر وړاندې د خنډ سبب شوی، له حکومتي مشرانو غواړو چې د نيوکو او اعتراضونو پر ځای د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي او د ملي ګټو ضد حرکتونو مخنیوی وکړي."

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې "د افغانستان ژغورنې ايتلاف" او "د افغانستان د خلکو محور" سياسي خوځښت ملي بڼه نه لري او حکومت بايد په دې سياسي جوړښتونو کې شامل دولتي چارواکي له دندو ګوښه کړي.

د روان کال د چنګاښ په لومړيو کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست صلاح الدين رباني او د جمعيت اسلامي ګوند مشر، د دغه ګوند اجرايي رييس او د بلخ والي عطامحمد نور، د ولسمشر لومړي مرستيال او د جنبش ګوند بنسټ اېښودونکي جنرال عبدالرشيد دوستم او د اجرايي رياست دويم مرستيال او د افغانستان د خلکو وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق په ترکيه د يوې ناستې پرمهال د افغانستان د ژغورنې ايتلاف جوړ کړ.

دغه راز د روان کال د چنګاښ په وروستيو کې د ملي امنيت رياست د پخواني مشر رحمت الله نبيل په ګډون د پخواني حکومت يو شمېر چارواکيو د افغانستان د خلکو محور په نوم يو سياسي خوځښت رامنځته کړ.

يادو دواړو سياسي خوځښتونو کې شاملو کسانو وېيلي چې دغه حرکتونه يې په هېواد کې د اصلاحاتو لپاره جوړ کړي دي.

سرتېر وايي چې د نظام ثبات او ټینګښت د لویې پکتیا ولسونو ته سره کرښه ده او هغه چې ملي ګټې ګواښي د وولس له سختې کرکې او غبرګون سره به مخ شي.

هغه زياته کړه: "افغانستان د څو تنو مردودو سیاسیونو ملکیت نه دی، دلته ویښ ولسونه پراته دي چې په هر قیمت له ملي ګټو او اوسني نظام څخه دفاع کوي."

د ده په وینا، د افغانستان اوسنی حکومت د لويي‎ پکتیا د ولسونو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او د لويې پکتيا خلک به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې په قربانیو يې معامله وشي.

دا په داسې حال کې ده څو ورځې وړاندې د لويې پکتیا يو شمېر کسانو د افغانستان ژغورنې له ایتلاف څخه ملاتړ وکړ.

خو سرتېر وايي، د لويې پکتيا څو "مجهول الهویته" کسانو د افغانستان د ژغورنې په نوم له جوړ شوي ایتلاف څخه ملاتړ کړى او دغه کسان د لویې پکتیا د ولسونو استازیتوب نه شي کولى.

ده د افغانستان له ټولو قومونو وغوښتل چې په هېواد کې د ورورولی او ملي يوالي لپاره سره یو شي او د "سیاسي سوداګرو او شخصي ګټو پالونکو" له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د یادې جرګې مشر پرته له دې چې د کومې سیاسي ډلې نوم واخلي وويل، حکومت باید د تلپاتې ثبات په موخه ملي امنیتي ځواکونه د خاصو سیاسي ډلو له انحصار څخه راوباسي او په یو غیر سیاسي ځواک یې بدل کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement