د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مدني فعالان: د ميرزاولنګ غميزې له عاملينو سره دې ورته عمل وشي

مدني فعالان: د ميرزاولنګ غميزې له عاملينو سره دې ورته عمل وشي

Aug 09, 2017 - 18:18

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): په کابل او باميانو ولايت کې لسګونه کسانو د سرپل ولايت په ميرزاولنګ سيمه کې د ملکيانو د وژنې په غبرګون کې په اعتراض لاس پورې کړى او وايي چې دغه پېښه د حکومت د کمزورۍ له امله رامنځته شوې، خو د پېښې له عاملينو سره بايد ورته چلند وشي.

"د حرکت شهروندي بنسټ" مشر مهدي مبشر نن په يوه خبري ناسته کې د خبرو پر مهال وويل چې د وسله والو مخالفينو له لوري د سرپل ولايت د ميرزاولنګ سيمې عام وژنه يو بشري جنايت دى.

هغه زياته کړه: "دغه جنايت زموږ د حکومت د کمزورۍ له امله رامنځته شوى، حکومت د خلکو د ژوند ساتلو مسوول دى، خو له بده مرغه تر اوسه پورې يې پر خپلې هېڅ ژمنې عمل نه دى کړى چې له امله يې زموږ خلک ټپيان او وژل کېږي."

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې له وسله والو مخالفينو څخه د ميرزاولنګ سيمې د ژغورنې او خلاصون په موخه عمليات ترسره کړي او خلک يې د وسله والو له منګولو وژغوري.

يوه بل مدني فعال او د ميرزاولنګ سيمې اوسېدونکي مرتضى سارم وويل: "د ميرزاولنګ سيمه د سرپل له ستراتيژيکو سيمو بلل کېږي چې وسله وال د دې سيمې په نيولو سره ياد ولايت هم نيولى شي."

نوموړي په دې اړه پر حکومت او د ياد ولايت پر وکيلانو نيوکه وکړه او ويې ويل چې حکومت بايد د ترهګرو ظلم ته يوازې لاس تر زنې کښې نه ني، بلکې له هغوى سره بايد ژر تر ژره ورته عمل وکړي.

بلخوا د افغانستان مدني ټولنې بنسټونو شبکې هم په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال په ميرزاولنګ سيمه کې د خلکو وژنه يو نه بښونکى عمل او جنايت وباله او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د پېښې عاملين بايد ژر تر ژره ونيسي او دغه راز له هغو چارواکو سره هم قانوني چلند وکړي چې د يادې پېښې پر مهال يې بې غوري کړې ده.

د يادې شبکې يوه غړي سيد ناصر موسوي د دې خبرې په څرګندولو سره چې وسله والو مخالفينو د بشري حقونو خلاف سازمان شوى عمل ترسره کړى، وويل: "له حکومته غواړو چې له وسله والو څخه د ميرزاولنګ سيمې او نورو ګاونډو سيمو د پاکولو په موخه چاڼيز عمليات ترسره کړي او د پېښې له عاملينو د دې کار غچ واخلي."

هغه زياته کړه: "په هېڅ دين کې هم دا ډول ظلم او وژنه نه ده روا، له خپلو غم ليدلو خلکو غواړم چې د دښمنانو پر وړاندې په يوه ليکه کې ودرېږي او د دغه هېواد د ژغورنې لار چې يووالى دى، په پام کې ونيسي."

دغه راز د باميانو لسګونه اوسېدونکو هم د سرپل ولايت د ميرزاولنګ سيمې د ملکيانو د وژنې په اړه اعتراض کړى او وايي، حکومت د امنيت د ټينګښت وړتيا نه لري، چې خلک بايد په خپله د خپل امنيت د ټينګښت لپاره راپورته شي.

محمد سجاد محسني د باميان د عالمانو شورا په استازيتوب وويل: "سيمې ته د امنيتي ځواکونو نه لېږل؛ خلکو ته د پوښتنې وړ ښکاري."

نوموړي وويل: "د افغانستان مسلمان ملت د نفاق په اړه د دښمنانو هر ډول دسيسه شنډوي، خو دا چې د سرپل والي له مرکزي حکومت د مرستې غوښتنه کوي او مرکزي حکومت ځواب نه ورکوي، دا موضوع له شک ډکه او خلک يې ډېر اندېښمن کړي دي."

د سرپل سيمه ييزو چارواکو ويلي چې وسله والو مخالفينو په ياد ولايت کې له ماتې خوړولو وروسته د ياد ولايت په ميرزاولنګ سيمه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون شا وخوا ٥٢ ملکيان وژلي دي.

د دغه ولايت د چارواکو په وينا، وسله والو مخالفينو لومړى په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى او له هغه وروسته کلي ته داخل شوي او ملکيان يې وژلي دي.

خو وسله والو د ملکيانو وژل غندلي دي.

پر دې سربېره ولسمشر هم ويلي، چې وسله والو مخالفينو د ميرزاولنګ په سيمه کې د ملکيانو په وژنې سره وښوده چې دوى هيڅ پوله او سرحد په رسميت نه پېژني، چې امنيتي ځواکونه به د يادې غميزې بدل ژر تر ژره واخلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement