د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د کډوالو رييس له خوا د برېښنا لينونو پرېکولو قضيه څېړل کېږي

د ننګرهار د کډوالو رييس له خوا د برېښنا لينونو پرېکولو قضيه څېړل کېږي

Aug 10, 2017 - 15:35

جلال اباد (پژواک، ١٩ زمرى ٩٦) : د ننګرهار د ولايتي شورا رييس وايي چې د کډوالو چارو رييس له خوا د جلال اباد ښار په درېيمه ناحيه کې د خلکو د برېښنا لينونو پرې کولوقضيه څېړي.

د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت دغه څرګندونې د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې لسګونو اوسېدونکو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د يادې سيمې اوسېدونکو د دغه ولايت د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزى تورن کړ چې  ساتونکو يې د دوی د کورونو برېښنا لينونه پر ډزو ويشتلي او برېښنا يې پرې قطع کړې ده.

د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکو د زمري په ۱۸مه د همدغې ستونزې شکايت د ننګرهار ولايتي شورا ته وکړ او له هغوی يې په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ولايتي شورا ته د راغليو کسانو له ډلې يو هم سلطان محمد و، هغه وايي، وړمه شپه شاوخوا لس بجې يې د کور ترڅنګ ډزې وشوې او وروسته يې برېښنا هم قطع شوه.

نوموړي زياته کړه: ((کله چې موږ بهر ووتلو؛ نو ګورو چې په يو رينجر کې د کډوالو چارو د رييس ساتونکي ناست دي او لينونه يې پر ډزو ويشتلي دي.))

يو بل سپين ږيري احمد ولي وويل، له يادو ډزو څخه يې دوه مرمۍ د کور په انګړ کې هم لګېدلې دي او شاوخوا نيم ساعت ډزو دوام درلود.

د هغه په وينا، که حکومت خپله له عوامو سره دا ډول چلند کوي؛ نو خامخا به د ولس او حکومت تر منځ واټن زياتېږي او خلک به د وسله والو ليکو ته اوړي.

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس راغلو خلکو ته وويل، د دې پېښې د څېړلو لپاره يې يو پلاوى ټاکلى دى.

د هغه په وينا، ياد پلاوى به تر څېړنو وروسته خپل راپور وړاندې او اړوندې ادارې به يې په اړه پرېکړه وکړي.

د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي پژواک اژانس ته وويل، په دې پېښه کې لاس نه لري.

د پژواک اژانس خبريال د ننګرهار د برېښنا رياست دفتر ته ولاړ، خو رييس يې له خبرو کولو ډډه وکړه.

د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې مدير شيرين اغا وايي، موضوع په درېيمې نه، بلکې پنځمه ناحيه کې رامنځته شوې او ځايي مسوول ورته ويلي چې د برېښنا لينونه د کډوالو د رييس ساتونکو پر ډزو ويشتلي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، اوسمهال د برېښنا رياست مسوولين د لينونو په تړلو بوخت دي او ستونزه حل شوې ده.

د ننګرهار يو تن مدني فعال عبدالرحمن معاون پر حکومت او په ځانګړې توګه ولايتي ادارې نيوکه کوي چې د دا ډول پېښو په مخنيوي که پاتې راغلي او هم يې عاملين نه شي مجازات کولی.

هغه وايي، تر هغه وخته چې عاملين مجازات نه شي، د پېښو مخنيوی ناشونی دی او لا به د ورته پېښو شاهد يو.

يو بل مدني فعال نورالله سعيد چې د پېښې په ساحه کې يې کور هم دی وايي، پر ولايتي ادارې دغه برخه کې د نه اقدام له امله د نيوکې ترڅنګ غوښتنه کوي چې نوموړی بايد ونيول شي او قانوني چلند ورسره وشي.

د ننګرهار  د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، په دې اړه ولايت مقام ته چا رسمي شکايت نه دی کړی او که ورته شکايت وشي، قانوني چلند به ورسره وکړي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement