د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ويسا: د ښوونې حالت د اندېښنې وړ دى، جدي اصلاح ته اړتیا لري

ويسا: د ښوونې حالت د اندېښنې وړ دى، جدي اصلاح ته اړتیا لري

Aug 10, 2017 - 17:35

کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٦): د هېواد ښوونیز حالت د اندېښنې وړ دى، که اصلاح او کیفیت لوړولو ته يې کار ونه شي، راتلونکي نسلونه به مو له زده کړو بې برخې او په تیارو کې را لوی شي.

دغه څرګندونې د "قلم لار" خیریه ټولنې مشر عطاءالله ويسا د زمري په ۱۹ مه کابل کې د خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

ده وویل، د هغو موندنو له مخې چې د قلم لار ټولنې ۱۳۰۰ کسیز رضاکار ګروپ له خوا د هېواد د ښوونیز حالت د څېړلو په موخه له ۳۴ ولایتونو څخه ترلاسه شوي، ښيي چې د سوېلي ولایتونو ۵۷ ولسوالۍ په تېرو ۱۶ کلونو کې د دوولسم ټولګي فارغان نه لري.

هغه وايي: «لرې پرتو سیمو کې د ښوونکو او ښوونځیو د تشکیل ټیټه کچه، د ښوونځیو لپاره د ودانیو نه شتون، په مورنۍ ژبه د زده کړو نه شتون، د درسي کتابونو کمښت، سیمه يیزو ادارو کې د فساد شتون او د درسونو تيټ کیفیت هغه ستونزې دي چې د ناامنه ولایتونو خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.»

د ده په وينا، د ځینو ولایتونو ۸۰ سلنه ښوونځي ودانی نه لري. داسې سیمې شته چې ۵۰۰ کورنۍ په کې ژوند کوي، مګر یو ښوونځی هم نه لري.

ده زياته کړه، ځینې ناامنه ولایتونه په حیرانوونکي شکل سره د ښوونځیو او ښوونکو د تشکیل له کمښت سره مخامخ دي.

نوموړي د تعلیم په برخه کې حکومت له خلکو سره په توپیري چلند تورن او زیاته یې کړه: «کابل کې د یوه ښوونځي د ښوونکو شمېر ۱۰۴ تنه دى، مګر د پکتیا په  درې ولسوالیو کې بیا د ښوونکو شمېر ۸۰ تنه دى.»

هغه په مورنۍ ژبه د زده کړو نه شتون یوه جدي ستونزه بولي او زیاتوي، د نړیوالو منل شویو قوانینو، د بشر حقونو نړیوالې اعلاميې، د یونیسکو قانون او د افغانستان د اساسي قانون له مخې په مورنۍ ژبه زده کړه د هر وګړي حق دى، مګر په هېواد کې ډېر داسې وګړي شته چې له دې حق څخه محروم دي.

ویسا له حکومته وغوښتل، هغه سیمې چې د ښوونځیو د تشکیل له کمښت سره مخامخ دي، باید تشکیل یی لوړ او هره ولسوالۍ کې لېسې جوړې کړي.

ده وويل، دغه راز حکومت باید  په مورنۍ ژبه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او وروسته پاتې سیمو کې د درسونو د ټیټ کیفیت د لوړوالي په موخه له مرکز څخه ښوونکي ور واستوي.

له بل لوري د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین ډاکټر محمد ابراهیم شینواری په تعلیمي برخه کې یادې ستونزې مني او زیاتوي، پوهنې وزارت د ستونزو تر څنګ ډېرې لاسته راوړنې هم لري.

هغه په دې ناسته کې وویل: «د زده کوونکو شمېر له ۸۰۰زرو څخه ۹.۳ میلیونه تنو ته لوړ شوی، د ښوونکو شمېر مو ۲۰۰زرو ته لوړ کړ، تخنیکي او مسلکي پوهنځي مو جوړې کړي او همدارنګه د زده کړو په برخه کې مو د خصوصي مؤسسو ته د فعالت زمینه برابره کړې ده.»

نوموړی وايي، په ټول هېواد کې د ناامنیو او د پوهنې وزارت د سیمه يیزه مسوولینو د فساد په نتیجه کې  ۱۰۰۶ ښوونځي تړل شوي او پوهنې وزارت په پام کې لري چې راتلونکي کال کې د دغو ښوونځیو نیمايي برخه بېرته پرانیزي.

د هغه په خبره، د یادو ښوونځیو ۳۰ سلنه د امنیتي ستونزو له امله تړل شوي او ۷۰ سلنه يې د پوهنې وزارت د سیمه يیزو مسوولینو د فساد او غفلت په نتیجه کې تړل شوي دي.

شینواری د درسونو ټیټ کیفیت ته په اشارې سره وویل، د ګاونډیو هېوادونو د زده کوونکو په نسبت د افغان زده کوونکو سویه ډېره ټیټه ده او د دغې ستونزې د حل لپاره د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د زده کړو د کیفیت د لوړولو په موخه د هېواد په ۷ لویو ښارونو کې عصري (ماډرن) ښوونځي جوړ کړي، چې د هېواد له هر ولایت څخه به په کې زده کوونکي ګډون کوي او د زده کړو ترڅنګ به ورته تربیتي او ورزشي اسانتیاوې هم برابرې وي.

نوموړي د ښوونیز نظام په نظارت کې د ولس او مدني ټولنو ونډه اړینه وبلله او له خلکو یې وغوښتل، چې له ښوونیز بهیر سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د هلمند یوه اوسېدونکي احمد ولي د هلمند د تعلیم وضعیت له ستونزو ډک وباله او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، د هلمند مرکز او نږدې پرتو سیمو کې نجونو ته د تعلیم په برخه کې ستونزې نشته، مګر په لرې پرتو سیمو کې د امنیتي ستونزو او په کورنیو کې د شعور نه شتون له امله نجونې نه شي کولی ښوونځیو ته ولاړې شي.

نوموړی د هلمند په ښوونځیو کې د خیالي ښوونکو او زده کوونکو شتون بله ستونزه په ګوته کوي، چې هلمندیان ورسره لاس او ګرېوان دي.

د پکتیکا یوه اوسېدونکي بيا پژواک ته وویل: «سره له دې چې امنیتي او اجتماعي ستونزو د پکتیکا ښوونیز وضعیت اغېزمن کړى، مګر له دې ټولو ستونزو سره سره پکتیکا کې تعلیم مخ پر وده روان دى، پخوا مو د نجونو ښوونځي نه لرل، اوس د نجونو لپاره دولتي او خصوصي مکتبونه جوړ شوي او په ډېر شمېر نجونې ښوونځیو ته ځي.»

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement